هرات (پژواک، ۱۵ غبرګولی ۱۴۰۳): هرات کې مسوولین د متشبثو ښځو له ډېرېدو خبر ورکوي خو یو شمېر ښځې بیا له حکومته غواړي چې د هېواد په کچه دې د ښځو کاروبار لپاره ډېر ځایونه او مارکېټونه جوړ شي.
یو شمېر هغو مېرمنو چې په هرات کې په کوچنیو تجارتونو کې بوختې دي، سره له دې چې له خپل ورځني ژوند او د محصولاتو له پلوره راضي دي، د پژواک خبریال ته ویلي چې د مېرمنو د محصولاتو او توکو د خرڅلاو برخه کې د دوی شتون د دې لامل شوی چې مېرمنې د پېر پر مهال د ډاډ احساس وکړي.
په مرمر مارکېټ کې یوې درمل پلورونکې فاطمې انوري پژواک ته وویل، په هټیو کې د پلورونکو مېرمنو شتون د دې لامل شوی چې ښځې د پېرنې پر مهال د ارامتیا احساس وکړي.
هغې زیاته کړه: «زه هم چې کله پر یوې ښځې جنس پلورم د ډېرې ارامتیا احساس کوم او له حکومته غواړم چې په دغه ولایت کې د ښځو لپاره ځانګړي لا ډېر مرکزونه په پام کې ونیسي.»
یوه بله هټۍواله زېبا اکرمي هم پر دې باور ده چې ښځې له ښځو سره د پېر او پلور برخه کې ډېرې راحته وي.
هغې زیاته کړه: «موږ ډېرې راحته یو، ښځې هم د توکو پېرلو پر مهال د راحتۍ احساس لري.»
نوموړې زیاته کړه، کله چې ښځې له ښځو سودا کوي، کولای شي په ډېرې راحتۍ د جنسونو د رنګ، سایز او بیو په اړه خبرې ورسره وکړي او د خپلې اړتیا وړ شیان وپېري.
سره له دې، د ښځو د ځانګړي مارکېټ يو شمېر پېرېدونکي هم په یاد ولايت کې د ښځو بازارونو له شتونه خوښي څرګندوي.
د زېبا صدیقي په نوم یوې پېرېدونکي پژواک ته وویل: «رښتیا خوشحاله یم او باید په دې برخه کې له اسلامي امارته هم مننه وکړم چې ښځو ته یې دا ډول چاپېریال رامنځته کړی، خریداري یوه مشخص وخت ته اړتیا لري او که مخاطب ښځه وي، بیا په ډېره اسانۍ کولای شو خریداري وکړو.»
د سمیرا په نوم یوه بله پېرېدونکې چې د خرید په موخه د هرات مرمر مارکېټ ته راغلې وه، پژواک خبري اژانس ته وویل، که د پېر پر مهال د پلور برخه د نارینهوو پر ځای مېرمنې وي، نو ښه خریداري کولای شي.
هغه زیاتوي، که په نورو لکه رختپلورنځي او یا هم هغو برخو کې چې مېرمنو پورې اړه لري، د ښځو ځانګړي مارکېټونه او هټۍ جوړې شي، نو په راحتۍ به خریداري کوي.
هغې له اسلامي امارته د هېواد په کچه مېرمنو ته د دې ډول مارکېټونه ډېرېدو غوښتنه وکړه.
سره له دې د هرات د سیمهییزې ادارې مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې د تېر په پرتله د مېرمنو لپاره ډېرې اسانتیاوې په پام کې نیول شوې چې اوسمهال د هرات په کچه د ښځو دوه ځانګړي مارکېټونه شتون لري چې ښځې په کې د ورځنیو محصولاتو په پېر بوختې دي.
د هرات ولایت مقام ویاند مولوي نثاراحمد الیاس د یاد مطلب بیانولو ترڅنګ پژواک ته وویل چې د ډېر شمېر مېرمنو لپاره د کار زمینه برابره شوې او اړوندې ادارې هم هڅه کوي څو مېرمنو ته لا ډېر ځایونه جوړ کړی.
ورته مهال، د هرات د صنعت او سوداګرۍ ادارې رییس محمدبشیر سیرت وايي، د اسلامي امارت د بیاځلي واکمنېدو په لومړیو کې د هېواد د ختیځ زون د سوداګرۍ خونه کې یوازې ۷۰ مېرمنو غړیتوب درلود چې اوس د حکومت په ملاتړ دغه شمېر څه باندې ۷۵۰ کسانو ته رسېدلی دی.
نوموړي څرګنده کړه چې د متشبثو مېرمنو او سوداګرو ملاتړ د یاد ریاست له لومړیتوبونو دی او د اسلامي حکومتدارۍ په چوکاټ کې به د سوداګریزو اسانتیاوو رامنځته کولو برخه کې خپلې هڅې ونه سپموي.
د یادونې ده، اوسمهال هم په هرات کې دوه مارکېټونه مېرمنو ته ځانګړي شوي چې د مېرمنو اړوند محصولات او لوازم په کې پېرل کېږي.
Views: 126
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP