ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اندونیزیايي پلاوي د افغاني سرې میاشتې سرپرست ته جاکارتا ته د سفر بلنه ورکړه

اندونیزیايي پلاوي د افغاني سرې میاشتې سرپرست ته جاکارتا ته د سفر بلنه ورکړه

author avatar
4 Jun 2024 - 14:00
اندونیزیايي پلاوي د افغاني سرې میاشتې سرپرست ته جاکارتا ته د سفر بلنه ورکړه
author avatar
4 Jun 2024 - 14:00

کابل (پژواک، ۱۵ غبرګولی ۱۴۰۳): د اندونیزیا سرې میاشتې رییس کابل ته د خپل سفر په ترڅ کې د افغانۍ سرې میاشتې سرپرست مولوي مطیع‌الله خالص ته د دغه هېواد پلازمېنې جاکارتا ته د سفر بلنه ورکړې ده.

افغاني سرې میاشتې ټولنې پرون (دوشنبې) پر اېکس‌پاڼه د یوه پیغام په خپرولو خبر ورکړی چې خالص د اندونیزیا سرې میاشتې له رییس محمدیوسف کالا او مل پلاوي سره ولیدل.

سرچینې لیکلي چې په دې کتنه کې دواړو لورو د ګډې همکارۍ د لا پیاوړتیا په اړه خبرې کړې دي.

مطیع‌الحق خالص د اندونیزیا له لوري د هرات له زلزه‌ځپلو سره د ۳۰۰ زره ډالرو نغدي مرستې هرکلی کړی دی.

په همدې حال کې، یوسف کالا او ورسره مل پلاوي د افغاني سرې میاشتې د خدماتو ستاینه وکړه او د دواړو هېوادونو پر کډه همکارۍ یې ټینګار وکړ.

هغه د افغانۍ سرې میاشتې له رییس نه وغوښتل چې اندوزیا ته سفر وکړي ‎او د افغانۍ سرې میاشتې د فعالیتو پیاوړتیا او اړمنو او زیان لیدونکو ته د مرستو راجلبولو په موخه د دغه هېواد د مرستندویه موسسو له مسوولینو سره خبرې وکړي.

د یادونې ده، د اندونیزیا پلاوی دوې ورځې مخکې کابل ته راغلی و او د اسلامي امارت له نورو چارواکو سره یې هم لیده کاته درلودل.

Views: 7

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.