کابل (پژواک، ۱۵ غبرګولی ۱۴۰۳): د اندونیزیا سرې میاشتې رییس کابل ته د خپل سفر په ترڅ کې د افغانۍ سرې میاشتې سرپرست مولوي مطیعالله خالص ته د دغه هېواد پلازمېنې جاکارتا ته د سفر بلنه ورکړې ده.
افغاني سرې میاشتې ټولنې پرون (دوشنبې) پر اېکسپاڼه د یوه پیغام په خپرولو خبر ورکړی چې خالص د اندونیزیا سرې میاشتې له رییس محمدیوسف کالا او مل پلاوي سره ولیدل.
سرچینې لیکلي چې په دې کتنه کې دواړو لورو د ګډې همکارۍ د لا پیاوړتیا په اړه خبرې کړې دي.
مطیعالحق خالص د اندونیزیا له لوري د هرات له زلزهځپلو سره د ۳۰۰ زره ډالرو نغدي مرستې هرکلی کړی دی.
په همدې حال کې، یوسف کالا او ورسره مل پلاوي د افغاني سرې میاشتې د خدماتو ستاینه وکړه او د دواړو هېوادونو پر کډه همکارۍ یې ټینګار وکړ.
هغه د افغانۍ سرې میاشتې له رییس نه وغوښتل چې اندوزیا ته سفر وکړي او د افغانۍ سرې میاشتې د فعالیتو پیاوړتیا او اړمنو او زیان لیدونکو ته د مرستو راجلبولو په موخه د دغه هېواد د مرستندویه موسسو له مسوولینو سره خبرې وکړي.
د یادونې ده، د اندونیزیا پلاوی دوې ورځې مخکې کابل ته راغلی و او د اسلامي امارت له نورو چارواکو سره یې هم لیده کاته درلودل.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن