ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پکتیا کې ۱۸۳ ښوونځي ودانۍ نه لري

پکتیا کې ۱۸۳ ښوونځي ودانۍ نه لري

author avatar
5 Jun 2024 - 14:49
پکتیا کې ۱۸۳ ښوونځي ودانۍ نه لري
author avatar
5 Jun 2024 - 14:49

ګردېز (پژواک، ۱۶ غبرګولی ۱۴۰۳): د پکتیا پوهنې ریاست وايي چې په دغه ولایت کې د مرکز ګردېز په ګډون د ۳۷۱ ښوونځیو له ډلې ۱۸۳ یې ودانۍ نه لري او زده‌کوونکي یې په ازاده فضا کې زده‌کړې کوي.

د پکتیا د پوهنې رييس مولوي عبدالقیوم فاروقي پژواک خبري اژانس ته وویل چې په دغه ولایت د ښوونځیو ودانیو نشتوالي له امله له ننګونو سره مخ دي.

هغه وايي چې د دغه ولایت په مرکز ګردېز او ټولو ۱۴ ولسوالیو کې د ۳۷۱ ښوونځیو له ډلې ۱۸۳ یې ودانۍ نه لري او زرګونه زده‌کوونکي یې په ازاده فضا کې زده‌کړې کوي.

ده وویل، په دغه ولایت کې ۲۶ داسې ښوونځي هم دي چې د ودانیو جوړېدو چارې یې د تېر حکومت پر مهال پيل شوې وې خو تر اوسه نیمه‌کاره پاتې دي او د ځینو نورو ښوونځیو ودانۍ بیا ترمیم ته اړتیا لري.

د نوموړي په وینا، د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق ورسره ژمنه کړې چې د روان کال په اوږدو کې د ۱۶۰ میلیون افغانیو په لګښت ۱۸ ښوونځیو ته ودانۍ جوړوي.

ورته مهال، پکتيا کې د ښوونځيو یو شمېر زده‌کوونکي او ښوونکي هم شکايت کوي چې د سرپناه نشتوالي له امله يې درسي بهير له ستونزو سره مخ دی.

د مرکز ګردېز اړوند د باغ‌شاه ښوونځي يوه زده‌کوونکي خالد پژواک ته وویل چې ښوونځی یې تعمیر نه لري او دوی له ستونزو سره مخ دي.

هغه وايي: «تعمير نشته، د اوړي په سخته ګرمۍ او بادونو او د مني په یخه هوا کې زده‌کړې کوو.»

دغه راز، د ياد ښوونځي يوه ښوونکي مولوي احمدصادق هم وويل چې ښوونځی يې ودانۍ نه لري، دوی او زده‌کوونکي له ستونزو سره مخ دي.

هغه د پوهنې وزارت له مسوولينو غوښتنه وکړه چې ښوونځیو ته ودانۍ جوړې کړي څو درسي بهیر له خنډ او ځنډ سره مخ نه شي.

د پکتیا پوهنې ریاست د معلوماتو له مخې، دا مهال په دغه ولایت کې ۲۰۰ زره زده‌کوونکي ښوونځيو ته ځي چې شاوخوا پنځوس زره یې تر شپږم ټولګي نجونې دي.

د یادونې ده، د پکتیا ترڅنګ په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم زده‌کوونکي د ښوونځیو ودانیو نشتوالي له امله په ازاده فضا کې زده‌کړې کوي او له ستونزو سره مخ دي.

Views: 125

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.