Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د هلمند دوو ولسوالیو کې ۵۸۰۰ کورنیو د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پیدا کړ

لښکرګاه (پژواک، ۱۶ غبرګولی ۱۴۰۳): د هلمند ځایي مسوولین وایي، د دغه ولایت خانشین او دېشو ولسوالیو کې ۵۸۰۰ کورنیو ته د پاکو اوبو رسولو شبکې رغول شوې او د اوبو تصفیې ماشینونه جوړ او فعال شوي دي.

د هلمند د والي ویاند مولوي محمدقاسم ریاض پژواک خبري اژانس ته وویل، د دغه ولایت خانشین او دېشو ولسواليو اوسېدونکي چې له دې مخکې یې د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه درلود، د درې میلیون افغانیو په لښګت ورته د پاکو اوبو رسولو شبکې رغول شوې او د اوبو د تصفیه کولو ماشینونه جوړ او فعال شوي دي.

هغه زیاته کړه: «څلور د اوبو شبکې دېشو ولسوالۍ کې رغول شوې دي چې خلک ترې استفاده کوي او ۶۰ د اوبو د تصفيې ماشینونه د خانشین ولسوالۍ په هغو سیمو کې فعال شوي چې اوسېدونکو یې هلته د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه درلود.»

ورته مهال د یادو ولسوالیو اوسېدونکي خوښ دي چې په خپلو کلیو کې ورته د څښاک پاکې اوبه برابرېږي.

خانشین او دېشو د لښکرګاه ښار جنوب ته په ۲۵۰ کلیومترۍ کې دوه هغه ولسوالۍ دي چې له کلونو راهیسې ورته هیڅ ډول پاملرنه نه ده شوې او اوسېدونکي یې د روغتیا، ښوونې او روزنې، بیارغونې او کرنې برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.