خوستښار (پژواک، ۲۰ غبرګولی ۱۴۰۳): خوست کې د ۱۶ ميليون افغانيو په لګښت د ۱۲۰ مېرمنو په ګډون ۲۴۰ وزيرستاني کډوالو ته په ۲۸ بېلابېلو برخو کې د کوچني کاروبار زمينه برابره شوه.
مسوولين وايي، دغه کډوال چې په خوست او پکتيکا ولايتونو کې مېشت دي، د کډوالۍ د نړۍوالې ورځې په مناسبت د يواېناېچسيار په مالي لګښت ورته کوچني کاروبارونه برابر شوي دي.
يوه کډوال حکيم خان چې د نلدوانۍ برخه کې ورته د کاروبار زمينه برابره شوې، پژواک خبري اژانس ته وويل، له دې وروسته اړ نه دی چې د بل چا لاس لاندې کار وکړي او يا ورته سوال وکړي.
هغه وويل که د ده په څېر نورو بې روزګاره کسانو ته هم د کوچني کاروبار زمينه برابره شي، نو د هغوی پر ژوند به مثبت تاثير ولري.
دی وايي: «ماته يې پيسې راکړې د نلدوانۍ سامان مې پرې واخيست، اوس زه د سوال نه خلاص يم. که دوی په بېلابېلو برخو کې د پاکستان او افغانستان مهاجرو ته د کاروبار زمينه برابره کړي نو بل چا ته د لاس غځولو څخه به خلاص شي.»
عبدالله يو بل وزيرستانی کډوال دی چې د خياطۍ برخه کې ورته د يواېناېچسيار له خوا د کاروبار زمينه برابره شوې ده.
نوموړي پژواک ته وويل، له دې وړاندې يې بل ځای مزدوري کوله، خو اوس خوشحاله دی چې د خپل کاروبار څښتن شو.
هغه وويل: «ما ته يواېناېچسيار موسسې رختونه واخيستل پيسې يې راکړې، خپل کاروبار مې پرې پيل کړ، اوس الحمدالله خپل کاروبار کوم دوکان مې دی، څنګ کې خياطي هم ورسره کوم. د کور ګوزاره مې پرې روانه ده.»
دغه ولايت کې مېشتو ځينو نورو وزيرستاني کډوالو بيا له پژواک سره خبرو کې وويل چې نږدې اووه مياشتې کېږي ډبليواېفپي او نورو مرستندويه ادارو ورسره مرسته نه ده کړې.
بلخوا د خوست د کډوالو او راستنېدونکو چارو رييس مولوي محمدامان الهام پژواک ته وويل چې اوس هم په دغه ولايت کې ۸ زره وزيرستاني کډوالې کورنۍ مېشتې دي چې ډېری يې د ګربزو ولسوالۍ په ګلان کمپ کې اوسېږي.
هغه وویل، د ۱۶ ميليون افغانيو په لګښت د ۱۲۰ مېرمنو په ګډون ۲۴۰ وزيرستاني کډوالو ته په ۲۸ بېلابېلو برخو کې د کوچني کاروبار زمينه برابره شوه.
نوموړي زیاته کړه، د دوی هڅه دا ده چې تر خپله وسه له کډوالو سره بېلابېلو برخو کې همکاري وکړي.
هغه وايي: «يواېناېچسيار او ډبليواېفپي وايي چې موږ نهه کاله له هغوی سره کمک وکړ، اوس په نورو ځايونو کې حوادث زيات دي، دوی هلته مصروف دي او امکانات کم او په هغه رقم کمکونه نه شي کولی. موږ پر دې خفه يو او بيا له دوی غوښتنې کوو.»
د خوست د کډوالو او راستنېدونکو چارو رييس همدا ډول وويل چې د وزيرستاني کډوالو ترڅنګ په دغه ولایت کې شاوخوا زر داخلي بېځايه شوې کورنۍ او نږدې دوه زره هغه افغان کډوال اوسېږي چې په دې وروستيو کې له پاکستانه راستانه شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP