کابل (پژواک، ۲۰ غبرګولی ۱۴۰۳): د بهرنیو چارو وزارت د درېیم سیاسي ریاست رییس وایي چې افغانستان هم د نورو هېوادونو په څېر په ارزونه، محاسباتو او خپل بهرني سیاست کې په خپلواک ډول تصمیم نیسي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د درېیم سیاسي ریاست رییس ډاکتر ذاکر جلالي دغه څرګندونې تېره شپه ناوخته پرخپله اېکسپاڼه کړې دي.
هغه ویلي: «افغانستان هم د نورو هېوادونو په څېر د ارزونو، محاسبو او د خپل بهرني سیاست په لومړیتونو کې په خپلواک ډول تصمیم نیسي.»
هغه زیاته کړې: «افغانستان نور مسئله نه ده؛ خو له شک پرته د هر بل هېواد په څېر، په ځانګړي ډول د سیمې هېوادونو په څېر مسایل لري چې د هغو د حل لارې په هڅه کې دی.»
دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې هم د اسلامي امارت چارواکو د افغانستان په چارو کې د نورو هېوادونو پر نه لاسوهنې ټينګار کړی دی.
Views: 18
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن