مزارشریف (پژواک، ۲۱ غبرګولی ۱۴۰۳): د بلخ امنیه قومانداني وایي، د کندهار د ارغستان ولسوالۍ یو نادرکه شوی هلک وروسته له اتو کلونو د بلخ په چمتال ولسوالۍ کې پیدا او خپلې کورنۍ ته وسپارل شو.
د بلخ امنیې قوماندانۍ په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، حکمتالله د نعمتالله زوی د کندهار د ارغستان ولسوالۍ اوسېدونکی اته کاله مخکې چې کله ماشوم و، له کوره د کار په نیت وتلی او ورک شوی و.
خبرپاڼه کې راغلي چې یاد هلک تېره ورځ د چمتال ولسوالۍ امنیتي کسانو په هلو ځلو پیدا او له خپلې کورنۍ سره یوځای کړای شو.
سرچینه کاږي چې پیدا شوی دغه کس اوس ۱۸ کلن دی.
خبرپاڼه دغه راز وایي چې د بلخ امنیه قوماندان عبدالرازق راشد نن په خپل کاري دفتر کې له پیدا شوي حکمتالله او د هغه له ماما سره ولیدل او د هلک پر پیدا کېدو یې خوښي وښوده.
Views: 34
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن