پلعلم (پژواک، ۲۱ غبرګولی ۱۴۰۳): د لوګر کرنې ریاست وایي چې په مرکز پلعلم او برهکيبرک ولسوالۍ کې د ۱۴ کرنیزو کانالونو د پاکولو چارې پیل شوې.
د لوګر کرنې اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مطبوعاتي مسوول عبدالبصیر شاهد پژواک ته وویل، دغه ۱۴ کانالونه په مرکز پلعلم او برهکيبرک ولسوالۍ کې د راتلونکو درېیو میاشتو په ترڅ کې د کلیوالي سیمو د پراختیا مؤسسې (RRAA) له لوري د شاوخوا ۱۰ میلیون افغانیو په مالي لګښت پاکیږي.
شاهد زیاته کړه، د کرنیزو اوبو دغه کانالونه ۱۲۰ کیلومتره اوږدوالی او ۵ متره سور لري چې د پاکارۍ چارو بشپړېدو سره به یې د کرنیزو ځمکو د اوبو د کمښت او د اوبو ضایعاتو مخنیوی وشي.
ده همدارنګه وویل، په یاده پروژه کې به شاوخوا زر کسانو ته د درېیو میاشتو لپاره د کار زمینه هم برابره شي.
د مرکز پلعلم یوه بزګر اخترمحمد پژواک ته وویل، خوښ دی چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د کرنیزو کانالونو پاکولو چارې پيل شوې دي.
هغه دغه راز زیاته کړه، کرنې او مالدارۍ ریاست ته په کار ده چې د کرنیزو ځمکو د اوبو کمښت او ضایعاتو مخنیوي لپاره دې په پاتې ولسوالیو او کلیو کې هم کرنیز کانالونه پاک او بیاورغوي.
شمسالرحمن د برهکيبرک ولسوالۍ یوه اوسېدونکي پژواک ته وویل، د کرنې اړوند په پيل شوې پروژه کې د ده په ګډون سلګونه وزګارو ځوانانو ته د کار لنډمهاله زمینه برابره شوې ده.
دی زیاتوي، دولت دي وزګارو ځوانانو ته د کار لپاره په اوږدمهاله پلان کار وکړي، څو د وزګارتیا کچه ټیټه شي.
Views: 9
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن