Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کابینې د کابل ښار ماسټر پلان د تطبيق پرېکړه وکړه

کابل (پژواک، ۲۱ غبرګولی ۱۴۰۳): د اسلامي امارت کابینې د کابل ښار ماسټر پلان د تطبيق په اړه پرېکړه وکړه او طرزالعمل ته په کتو هره اداره مکلفه وګڼل شوه څو د ماسټر پلان د تطبيق برخه کې خپلې چارې او مسووليتونه ترسره کړي.

د چارو ادارې پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د اسلامي امارت کابينې درويشتمه غونډه د ریيس‌الوزراء ملا محمدحسن اخند په مشرۍ نن ترسره شوه چې په کې د يو شمېر موضوعاتو په اړه بحث او پرېکړې وشوې.

سرچینې زیاته کړې، په دې غونډه کې د کابل ښار ماسټر پلان د تطبيق په اړه پرېکړه وشوه او طرزالعمل ته په کتو هره اداره مکلفه وګڼل شوه څو د ماسټر پلان د تطبيق برخه کې خپلې چارې او مسووليتونه ترسره کړي.

خو سرچینې د ماسټر پلان په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي.

سرچینه زیاتوي، په یاده غونډه کې کورنيو چارو وزارت ته دنده وسپارل شوه چې د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې چې د کومو ولسواليو د مرکزونو د تعيین او تغيیر پرېکړه کېږي، بايد ټول هغه ارګانونه چې په تغيیر شوو ولسواليو کې اداري واحدونه ولري؛ په پلاوي کې شريک کړل شي او وروسته په ګډه پرېکړه وشي.

اېکس‌پاڼه کې راغلي، په دې غونډه کې دغه راز د هېواد سرحدي ولسواليو په اړه د پوهنې، عامې روغتيا، ټولګټو چارو، کليو پراختيا او بيارغونې، مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارتونو ته دنده وسپارل شوه چې د سرحدونو، قومونو او قبايلو او کورنيو چارو له وزارتونو سره په همغږۍ د خلکو ستونزو ته په جدي توګه رسېدنه وکړي او په ښه توګه خدمتونه ورته وړاندې کړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.