Pajhwok Afghan News

په کندهار کې د سرطان ناروغانو لپاره د وینې راټولولو کمپاین ترسره شو

کندهار (پژواک، ۲۲ غبرګولی ۱۴۰۲): سېمه‌ییز مسوولین وايي، په کندهار ښار کې د وینې سرطان ناروغانو لپاره د وینې راټولولو کمپاینترسره شو چې په ترڅ کې یې ۶۷ زره سي‌سي وینه را ټوله شوه.

دغه کمپاین د کندهار ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لورې د میرویس روغتون سره په همغږۍ ترسره شو.

د کندهار ولایت د اطلاعات او فرهنګ ریاست د ځوانانو چارو د همغږۍ مدیر عبدالواسیع غیرتمل پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه کمپاینیې ځکه په لاره واچوه چې په میرویس روغتون کې ډیری ناروغان وینې ته اړتیا لري.

هغه وویل: «موږ ځوانانو ته اعلان وکړ چې وینه ورکړي، ځکه دا د هر کس ایماني او ملي دنده ده چې د خپلو نورو هېوادوالو سره مرستهوکړي او د هغوی ژوند وژغوري

قدرت الله سلطاني چې په دغه کمپاین کې یې وینه ورکړې په دې اړه وایي: «دا زموږ ملي او دیني وجیبه ده چې خپلو هېوادوالو ته وینهورکړو، ځکه د هغوی ژوند ژغورل کیږي خو موږ ته کوم زیان نه رسیږي نو که نور مالي کومک مو په وس نه وي وینه خو باید ورکړو

د یاد کمپاین یو ګډونوال حکمت‌الله صالحي وایي، وینه ورکول یو ډېر ستر ثواب دی ځکه د یو انسان ژغورل کیږي.

ده زیاته کړه، هغه ځوانان چې روغ وي باید وینه ورکړي.

د میرویس رغتون د ویني بانک یو تن مسوول ډاکټر حکمت‌الله افغان وایي، په ننني کمپاین کې ۱۴۰ تنو ۶۷۰۰۰ سي سي وینه ورکړې.

د هغه په وینا، له میرویس روغتون سره ۱۸۰۰ سوه تنه د ویني سرطان ناروغان ثبت دي چې هره اونۍ وینه غواړي.

ده زیاته کړه: «میرویس روغتون ته هره ورځ له ۵۰ څخه تر ۶۰ پوري ناروغان د ویني لپاره مراجعه کوي او له دې سره سره نور ناروغان یامېندي هم د ولادت پر مهال ویني ته اړتیا پیدا کوي نو اکثره وخت د ویني اړتیا وي

هغه زیاته کړه چې د ویني ورکړه روغ انسان ته هیڅ زیان نه لري بلکې ګټه هم ورته کوي او هغه کسان چې کومه ناروغي ونه لري باید وینهورکړي.

Views: 18

Exit mobile version