ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د «طوطي» په نوم د اړيکو نیولو نوی اپليکېشن پرانیستل شو

د «طوطي» په نوم د اړيکو نیولو نوی اپليکېشن پرانیستل شو

author avatar
11 Jun 2024 - 12:28
د «طوطي» په نوم د اړيکو نیولو نوی اپليکېشن پرانیستل شو
author avatar
11 Jun 2024 - 12:28

کابل (پژواک، ۲۲ غبرګولی ۱۴۰۳): د افغان انجینرانو له لوري د «طوطي» په نوم د اړیکو نیولو نوی جوړ شوی هغه اپليکېشن پرانیستل شو چې د مصنوعي ځيرکتیا پر مټ پرمختللي فعالیتونه په یوه واحد سیسټم کې رانغاړي.

دغه اپليکېشن د «طوطي سبز» په نوم د یوه خصوصي شرکت له لوري جوړ شوی او خلک کولای شي په خپلو ګرځنده ټيلېفونونو کې یې وکاروي.

د یاد شرکت مرستیال ډاکټر وارث محمدي نن په کابل کې په دې تړاو جوړه شوې غونډې ته وویل چې د طوطي (Tooti) په نوم د دغه اپلېکېشن کاروونکو ته هغه خدمات وړاندې کېږي چې په نورو پلیټ‌فارمونو کې نه ليدل کېږي.

هغه وویل، د دغه اپلیکېشن له لارې لیکلي پیغامونه، غږیزې او ويډیویي اړیکې، ټولنیزې اړيکې، خوندي ذخیروي سیسټم او د مصنوعي ځیرکتیا پر مټ پرمختللي فعالیتونه ټول په یوه واحد سیستم کې رانغښتل کېږي.

هغه وویل، دغه اپلیکېشن د دې وړتیا لري چې غږ متن او متن غږ ته واړوي او ژباړه وکړي او ۱۳۳ بېلابېلې ژبې په‌کې کارېدلای شي.

دی وایي، په دغه اپلیکېشن کې خلک د غږیزو او متني پیغامونو لېږلو پر مهال کولی شي چې دغه پیغامونه له خپلې اصلي ژبې بلې ژبې ته په اتومات ډول واړوي.

هغه زیاته کړه چې د اپلیکېشن کاروونکو محرمیت او امنیت ورته لومړیتوب لري او د پرمختللي کوډ او خوندي ذخیروي سیسټم په درلودو سره د هغوی معلومات محرم او خوندي ساتل کېږي.

د هغه د معلوماتو له مخې، کورنۍ کولای شي د دغه اپليکېشن له لارې د خپلو ماشومانو انلاین فعالیتونه په اغېزناکه توګه وڅاري او کنټرول یې کړي.

محمدي وویل چې د اپلیکېشن کاروونکي کولای شي په مستقیم ډول محصولات وپلټي او ويې پېري.

په یاده نننۍ ناست کې دیني عالم مولوي حبیب‌الله ابوخالد د اسلام له نظره د ټکنالوجۍ پر اهمیت خبرې وکړې، ويې ویل چې په یوه ټولنه کې د پرمختګونو او نوښتونو لپاره د دیني زده‌کړو ترڅنګ عصري علومو ته هم اړتیا ده.

هغه وویل چې د هېواد نوښتګر ځوانان باید د اسلامي امارت له لوري وستایل شي او ملاتړ یې وشي.

Views: 137

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.