هرات (پژواک، ۲۳ غبرګولی ١٤٠٣): هرات کې ځايي مسوولین وايي، د وروستیو سېلابونو له زیانمن شوو سره د ترکیې د مرستو یوه بله جوپه چې خوراکي او غیرخوراکي توکي پهکې شامل دي، د تورغونډۍ بندر له لارې هرات ته راورسېده.
د هرات د سرې میاشتې ریاست مسوولینو رسنیو ته ویلي چې په یاده مرسته کې ۶۲۰ ټنه خوراکي او غیرخوراکي توکي شامل دي.
د سرې مياشتې د سکرټر جنرال عملياتي مرستيال مولوي عبداللطيف ثابت هرات ولايت ته د خپل سفر په ترڅ کې او د يادو توکو د تسلیمۍ پر مهال وويل، دغه توکي د ترکيې له هېواده د وروستيو سېلابځپلو لپاره د مرستو نهمه کڅوړه ده چې د ترکیې هېواد د سرکونسل جنرال سینان الیخان په حضور کې دې ادارې ته سپارل شوې ده.
نوموړي څرګنده کړه چې پّ یادو توکو کې اوړه، خېمې، کمپلې، ویلچرونه، روغتیايي بستې او د کور ضروري توکي شامل دي.
د هرات د سرې میاشتې مسوولین وايي، یادې مرستې کولای شي د سېلابځپلو یو اندازه ستونزې هوارې کړي.
Views: 21
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن