ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په بروکسل کې د جوړې شوې غونډې ګډونوالو له افغانستان سره د نږدې ۸۴۲ میلیون ډالرو مرستو ژمنه کړې

په بروکسل کې د جوړې شوې غونډې ګډونوالو له افغانستان سره د نږدې ۸۴۲ میلیون ډالرو مرستو ژمنه کړې

author avatar
12 Jun 2024 - 23:08
په بروکسل کې د جوړې شوې غونډې ګډونوالو له افغانستان سره د نږدې ۸۴۲ میلیون ډالرو مرستو ژمنه کړې
author avatar
12 Jun 2024 - 23:08

کابل (پژواک، ۲۳ غبرګولی ۱۴۰۳): د بشري مرستو لپاره د اروپایي کمیسیون سېمه‌ییز مدیر وایي، په بروکسل کې د جوړې شوې غونډې ګډونوالو په افغانستان کې له بیړني بشري وضعیت سره د مبارزې لپاره د نږدې ۸۴۲ میلیون ډالرو د مرستې اعلان وکړ.

د اروپایي ټولنې د بهرنیو خدماتو څانګې نن خبر ورکړی و چې د اروپایي ټولنې لوړپوړو چارواکو په بروکسل کې د افغانستان په تړاو غونډه کې له افغانانو سره پر بشري مرستو خبرې کړې دي.

سرچینې لیکلي و چې د یادې غونډه غړي په بروکسل کې سره راټول شوي وو څو له افغانانو سره د ښکېلتیا ارزونه وکړي او د هغوی د لومړنیو اړتیاوو پوره کولو او د بشري مرستو چمتو کولو لپاره د ډېرو اغیزمنو لارو چارو په اړه بحث وکړي.

په منځني ختیځ، سوېل لوېدیځ او منځنۍ اسیا کې د بشري مرستو لپاره د اروپايي کمېسیون سیمه‌ییز مدیر اندریاس پاپاکونسټانټینو پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي::«افغانستان ته د بشري مرستو د لېږلو او د افغان کډوالو د سمه‌ییز کړکېچ په اړه ښه بحثونه وشول، موږ له افغانانو ملاتړ کوو، مرسته کوونکو په دغه هېواد کې بیړنیو بشري شرایطو ته د رسېدنې لپاره د ۸۴۱ اعشاریه ۹ مېلیون ډالرو مرستې اعلان کړی دی.»

دا غونډه په داسې حال کې شوې چې ټاکل شوې د افغانستان په اړه د دوحې درېیمه ناسته د راتلونکې چنګاښ میاشتې په لسمه او یوولسمه د قطر په پلازمینه دوحه کې جوړه شي.

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې له ځانګړي استازي توماس نیکلاسن سره په لیدنه کې ویلي، ا.ا د دوحې درېیمې ناستې څرنګوالی څېړي او په اړه به یې خپل دریځ اعلان کړي.

Views: 28

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.