Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

بلخ کې په تېرو شپږو میاشتو کې څه باندې درې میلیونه سي‌سي وینه راټوله شوې ده

مزارشریف (پژواک، ۲۴ غبرګولی ۱۴۰۳): د مزارشریف ابوعلي ‌سینا بلخي حوزوي روغتون مسوولین وایي چې په تېرو شپږو میاشتې کې یې له ۷۵۰۰ کسانو درې میلیونه ۳۸۳ زره سي‌سي وینه راټوله کړې ده.

نن د بلخ د مرکز مزارشریف ښار ابوعلي ‌سینا بلخي حوزوي روغتون کې د یوې غوندې په ترڅ کې د وینې ورکولو نړۍواله ورځ ونمانځل شوه چې په ترڅ کې یې د دغه روغتون مسوولینو د وینې پر ورکولو ټینګار وکړ.

په غونډه کې د بلخ عامې روغتیا ریاست مرستیال شیخ‌میر صدام د وینې ورکولو فرهنګ پر ترویج ټینګار وکړ او له خلکو یې وغوښتل څو د وینې په ورکولو سره د خلکو ژوند وژغوري.

په همدې حال کې، د مزارشریف حوزوي روغتون د وینې بانک امر حیات‌الله سالار وایي چې په تېرو شپږو میاشتو کې یې له ۷۵۰۰ داوطلبانو ۳ میلیونه ۳۸۳ زره او ۵۷۷ سي‌سي وینه راټوله کړې ده.

نوموړی زیاتوي چې راټوله شوې وینه د تلاسمیا، هیموفیلیا او سرطان ناروغانو سربېره هغو ناروغانو ته هم ورکړل شوې چې د عملیاتونو پر مهال یې اړتیا ورته درلوده.

بلخوا، یو شمېر کسان چې نن یې د وینې ورکولو په موخه یاد روغتون ته مراجعه کړې وه، له نورو خلکو هم وغوښتل څو د وینې ورکولو له کمپاین سره یوځای شي.

د دغو کسانو له ډلې محمدعمر پژواک ته وویل، وینه ورکول ګټه لري او د هر انسان ایماني او انساني وجیبه ده څو د وینې په ورکولو د ناروغانو ژوند وژغوري.

حنیف‌الله هم د وینې ورکول د انسان روغتیا او د ناروغانو ژوند‌ ژغورنې لپاره مهم ګڼي او له نورو خلکو غوښتنه کوي څو د وینې ورکولو له کمپاین سره یو ځای شي.

د یادونې ده، د جون ۱۴مه د وینې ورکولو له نړۍوالۍ ورځې سره برابره ده او هر کال دغه ورځ د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې د وینې ورکولو او راټولولو کمپاین پر ترسراوي نمانځل کېږي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.