Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

پکتیا کې د کانګو ناروغۍ له امله یوه ښځه مړه شوې

ګردېز (پژواک، ۲۴ غبرګولی ۱۴۰۳): د پکتيا عامې روغتيا رياست وايي چې د دغه ولايت په څمکنيو ولسوالۍ کې یوه ښځه د کانګو ناروغۍ له امله مړه شوې ده.

د پکتيا عامې روغتيا ریيس مولوي خيرمحمد منصور پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن په څمکنیو ولسوالۍ کې یوه ۲۵ کلنه ښځه د کانګو ناروغۍ له امله مړه شوې ده.

نوموړي وويل: «کانګو يوه خطرناکه ناروغي ده، موږ ټول تدابير نيولي خو تر اوسه يوازې يوه پېښه ثبت شوې، متاسفانه هغه ناروغ هم ژوند له لاسه ورکړی دی.

بل لور ته، په پکتيا کې ډاکټران هم کانګو يوه خطرناکه ناروغي بولي.

په پکتیا کې یوه ډاکټر شريف‌خان پژواک ته وويل چې خلک دې د څارویو قرباني کولو پر مهال له ځانګړي کېټه، ماسک او دستکشه استفاده وکړي څو د کانګو له خطرناکې ناروغۍ وژغورل شي.

د معلوماتو له مخې، د کانګو تبه د څارویو او انسانو ترمنځ ګډه ناروغي ده چې د کنې چیچلو، د نیم‌خامې غوښې خوړلو او یا هم پر دې ناروغۍ له اخته څارویو سره د تماس له لارې انسان ته انتقالېږي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې د روان زېږدیز کال په تېرو پنځو میاشتو کې د هېواد په کچه ۲۰۳ کسان د کانګو پر ناروغۍ اخته شوي چې له ډلې یې شپږ کسان مړه شوي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.