ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

جوزجان کې د ۳۰۰ میګاواټه ګازي برېښنا د تولید او د سروبي دویم بند جوړولو په موخه هڅې پیل شوې

جوزجان کې د ۳۰۰ میګاواټه ګازي برېښنا د تولید او د سروبي دویم بند جوړولو په موخه هڅې پیل شوې

author avatar
13 Jun 2024 - 09:24
جوزجان کې د ۳۰۰ میګاواټه ګازي برېښنا د تولید او د سروبي دویم بند جوړولو په موخه هڅې پیل شوې
author avatar
13 Jun 2024 - 09:24

کابل (پژواک، ۲۴ غبرګولی ۱۴۰۳): اقتصادي کمېسیون د اوبو او برېښنا وزارت ته دنده سپارلې څو د کابل اړوند د سروبي دویم بند جوړولو او په جوزجان کې د ۳۰۰ ميګاواټه ګازي برېښنا د تولید په اړه له اړوندو شرکتونو سره تخنیکي بحثونه وکړي.

د اقتصادي معاونیت خبرپاڼه کې راغلي چې تېره ورځ د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون غونډه جوړه شوه.

سرچينې لیکلي، په دې غونډه کې د کابل ولایت اړوند د سروبي دویم بند جوړېدو، په جوزجان کې د ۳۰۰ ميګاواټه ګازي برېښنا د تولید، د کانونو او پټرولیم وزارت له لوري د رغنیزو موادو په اړه د جوړې شوې مسودې او یو شمېر نورو اقتصادي موضوعاتو په اړه بحث وشو.

په غونډه کې د اوبو او برېښنا وزارت ته دنده سپارل شوې چې د اقتصادي کمېسیون د نظرونو په پام کې نیولو سره دې د سروبي دویم بند جوړېدو په اړه له بېلابېلو شرکتونو سره تخنیکي بحثونه ترسره او راپور دې اقتصادي کمېسیون ته وړاندې کړي.

دغه راز، یاد وزارت ته لارښوونه شوې څو په جوزجان ولایت کې د ۳۰۰ ميګاواټه ګازي برېښنا د تولید په اړه د کانونو او پټرولیم وزارت په ګډون د طرحې له وړاندې‌کوونکي شرکت سره تخنیکي بحثونه وکړي او خپل راپور دې اقتصادي کمېسیون ته وړاندې کړي.

اقتصادي کمېسیون لیکلي، په دې غونډه کې د کانونو او پټرولیم وزارت له لوري د ساختماني موادو (شګه، جغل او تهداب تیږه) په اړه د وړاندې شوې مسودې په اړه هم بحث وشو او د یاد وزارت په مشرۍ د ساختماني موادو په هوکړه‌لیک کې ټاکل شوې کمېټې ته دنده وسپارل شوه چې د اقتصادي کمېسیون له لوري د راغلو تعدیلاتو په نظر کې نیولو سره دې د یادې مسودې د لا غني کولو په موخه له اړوندو وزارتونو او ادارو سره ګډ مجلس ترسره او نهايي مسوده دې د منظورۍ لپاره د اسلامي امارت د مشرتابه دفتر ته واستوي.

Views: 36

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.