کابل (پژواک، ۲۴ عبرګولی ۱۴۰۳): د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وایي چې سږ کال په هېواد کې د تېر کال په پرتله پر شپږ سلنه زیاته ځمکه غنم کرل شوي چې له امله به یې سږ کال د غنمو په حاصلاتو کې ۱۳ سلنه زیاتوالی راشي.
د کرنې وزارت نن پر خپله فېسبوکپاڼه لیکلي، د دغه وزارت د احصایې او معلوماتو ریاست د شمېرو له مخې، سږ کال به په هېواد کې د غنمو حاصلات د تېر کال په پرتله ۱۳ سلنه ډېر شي.
سرچینې ویلي چې په ۱۴۰۳ کال کې د هېواد په کچه شاوخوا پر ۲،۱۴ میلیون هکټار ځمکه غنم کرل شوي چې له دغو کروندو څخه به ۴،۹ میلیون ټنه حاصلات راټول شي چې د تېر کال په پرتله ۱۳ سلنه زیاتوالی ښیي.
دغه وزارت زیاته کړې، سږ کال په هېواد کې د تېر کال په پرتله په زیاته ځمکه کې غنم کرل شوي دي.
سرچینه کاږي، د غنمو حاصلات د تېرو دوو کلونو په پرتله د پام وړ ډېر شوي چې عمده لامل یې په ۱۴۰۳ کال کې پر وخت ورښتونه دي، خو سېلابونو هم په یو شمېر ولایتونو کې د غنمو کروندې ویجاړې کړې او حاصلات یې له منځه وړي دي.
کرنې وزارت ویلي، په افغانستان کې د غنمو اړتیا ۶،۹ میلیون مټریک ټنه اټکل شوې چې په کې د هېوادوالو لپاره خوراکي توکي، د کرنیز تخم لګښتونو او د حاصلاتو راټولولو پرمهال ضایعات شامل دي.
د کرنې وزارت د معلوماتو له مخې، د یادو اړتیاوو او تولیداتو په پام کې نیولو سره به په ۱۴۰۳ کال کې د شاوخوا دوه میلیون مټریک ټنه غنمو کمښت وي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن