میمنه (پژواک، ۲۵ غبرګولی ۱۴۰۳): فاریاب کې ځایي مسوولین وايي چې د دغه ولایت د میمنې ښار په لومړۍ ناحیه کې برېښنا سولر سیسټم په جوړېدو سره د ۲۷۰۰ کورنیو د څښاک پاکو اوبو ستونزه حل شوې ده.
د مسوولینو په وینا، د برېښنا یاد سولر سیسټم د ناروې خلکو په ۹۳ زره امریکایي ډالرو مرسته او د ډاکار موسسې له لوري په ۷۸۰ مترمربع ساحه کې جوړ شوی چې د لومړۍ ناحیې د درېیو ګذرونو د اوبو رسولو شبکې برېښنا تامینوي.
د ډاکار موسسې استازی محمدیوسف مهمند وايي، د لومړۍ ناحیې د دمقول ګذرونو د اوبو رسولو شبکه چې له یوې ژورې څاه تامینیږي او لس کاله مخکې د دې موسسې له لوري جوړه شوې وه، د ۱۸۰ زره مترمکعب په ظرفیت سره د اوبو دوه ذخیرې لري چې ۲۷۰۰ کورنیو ته اوبه رسوي.
مهمند زیاتوي، د ښاري برېښنا د ولتاژ کموالي له امله د یادې شبکې پمپ څو وارې عوارض پیدا کړي چې خلکو یې د جوړولو وس نه درلود، له همدې امله یاده شبکه غیرفعاله وه، تېره ورځ د سولر سیسټم په فعالېدو سره د ځایي خلکو د پاکو اوبو ستونزه حل شوه.
د مسوولینو په وینا، د یادې شبکې په فعالېدو سره د ۲۷۰۰ کورنیو د څښاک پاکو اوبو ستونزه د تل لپاره حل شوه.
د میمنې ښاروال داملا ګلاحمد مبشر د برېښنا سولر سیسټم د تمویل او جوړولو برخه کې د ناورې خلکو او ډاکار موسسې له مرستې د مننې ترڅنګ وویل چې د لومړۍ ناحیې د دمقول ګذرونو خلک د څښاک پاکو اوبو له اړخه له ډېرو ستونزو سره مخ وو.
مبشر زیاته کړه، د وچکالیو له امله هم د اوبو کچه ټیټه شوې، د ښار په مختلو سیمو کې خلک د اوبو له کمښت سره مخ دي.
هغه زیاته کړه، که د ډاکار او نورې موسسې د څښاک اوبو تامینولو برخه کې مرسته وکړي، د میمنې ښاروالۍ د اړتیا وړ ځمکه په اختیار کې ورکوي او هراړخیز ملاتړ به یې وکړي.
بلخوا، د فاریاب ولایت د مقام مرستیال مولوي حمیدالله ارشاد د سولر سیسټم جوړېدل او د میمنې ښار د لومړۍ ناحیې په درېیو ګذرونو کې د اوبو شبکې فعالېدل مهم وبلل له خلکو یې وغوښتل چې د اوبو رسولو شبکې او د برېښنا سټېشن په ساتنه کې جدي پاملرنه وکړي.
د میمنې ښارولۍ د مشورتي بورډ مرستیال امام نظر وايي، د شبکې د غیرفعالېدو او د څښاک اوبو نشتون له امله د لومړۍ ناحیې د مرکزي دمقول او کوز دمقول د ګذرونو شاوخوا ۷۰ سلنه اوسېدونکي له خپلو سیمو کډه شوي وو چې د اوبو رسولو شبکې په فعالېدو سره به بېرته خپلو سیمو ته را وګرځي.
Views: 13
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن