ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د اوبو رسولو یوې شبکې په جوړېدو سره د بامیان د «قرغنه‌تو» سیمې اوسېدونکو د څښاک اوبو ته لاسرسی پیدا کړ

14 Jun 2024 - 16:15
14 Jun 2024 - 16:15

بامیان (پژواک، ۲۵ غبرګولی ۱۴۰۳): د بامیان ولایت د مرکز اړوند د «قرغنه‌تو» سیمې د اوسېدونکو د څښاک پاکو اوبو ستونزې په اړه د پژواک خبري اژانس راپور له خپرېدو وروسته، ځایي سرچینې وايي چې د اوبو رسولو یوې شبکې په جوړېدو سره د دې سیمې د اوسېدونکو د څښاک اوبو ستونزه حل شوه.

پژواک خبري اژانس څو میاشتې مخکې یو ویډیویي راپور خپرو کړ چې په هغه کې د بامیان ولایت د مرکز اړوند د قرغنه‌تو سیمې اوسېدونکو د څښاک پاکو اوبو ته له نه لاسرسي شکایت کړی و.

د یادې سیمې اوسېدونکو د اندېښنې په ښودلو سره پژواک ته ویلي وو چې د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه‌لري او خلک د ناپاکو اوبو کارولو له امله پر بېلابېلو ناروغیو اخته شوي دي.

بامیان کې د «هموطن ‍روزنیزې او حرفوي موسسې» رییس نظیم حکیمي وايي چې د «قرغنه‌تو» سیمې د څښاک پاکو اوبه د ستونزې د حل لپاره یادې موسسې په ‍‍‍وروستیو کې د ۵۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت یوه روغتیایي پروژه پلې کړې ده.     ‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍

د هغه په وینا، یاده پروژه د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د پراختیایي دفتر (UNDP) په مالي ملاتړ چې روغتیايي عامه پوهاوی، د روغتیايي کېټونو وېشل او د څښاک اوبو رسولو شبکې جوړول په کې شامل وو، پلې شوه.

هغه څرګنده کړه، یاده سیمه کې ۶۴۰۰ کسانو ته د حفظ‌الصحې روزنیز پروګرامونه دایر شول او د ۶۵۰ کورنۍ له روغتیایي کېټونو برخمنې شولې او دغه‌راز د ۸۰ نورو کورنیو لپاره د اوبو رسولو یوه شبکه جوړه شوې ده.

نوموړي زیاته کړه، د یادې شبکې کار د ۱۰ زره لېتره اوبو په ظرفیت له سولري برېښنا سره پای ته رسېدلی دی.

دیني عالم او د «قرغنه‌تو» سیمې ملا امام علي‌جمعه رضواني له پلې کوونکې موسسې مننه کوي او وایي چې پخوا د یادې سیمې اوسېدونکو د څښاک اوبو ته لاسرسی نه‌درلود او خلکو د اوبو له سر لوڅو سرچینو او د کوهي له اوبو استفاده کوله چې له یادو سرچینو یې د کالیو مینځلو، اوبولګو او څارویو لپاره هم کار اخیسته.

د هغه په وینا، د ککړو اوبو کارول د سیمې اوسېدونکي، په ځانګړي توګه ماشومان له سختو ستونزو سره مخ کړي وو خو د څښاک پاکو اوبو رسولو شبکې په جوړېدو سره د سیمې اوسېدونکي تمه لري چې نور په دې برخه کې له ستونزو سره مخ نه‌شي.

Views: 17

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version