ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د مرکزي بغلان ولسوالۍ امنیه قوماندان ترافیکي پېښه کې ژوند له لاسه ورکړی

د مرکزي بغلان ولسوالۍ امنیه قوماندان ترافیکي پېښه کې ژوند له لاسه ورکړی

author avatar
16 Jun 2024 - 09:53
د مرکزي بغلان ولسوالۍ امنیه قوماندان ترافیکي پېښه کې ژوند له لاسه ورکړی
author avatar
16 Jun 2024 - 09:53

پلخمري (پژواک، ۲۷ غبرګولی ۱۴۰۳): د بغلان د ترافیکو مدیریت خبر ورکوي چې د دغه ولایت د مرکزي بغلان ولسوالۍ امنیه قوماندان او درېیو نورو کسانو یې په ترافیکي پېښه کې ژوند له لاسه ورکړی دی.

د بغلان د ترافیکو مدیر قاري نذیرالله عابدي د غبرګولي په ۲۷مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې د دغه ولایت د مرکزي بغلان ولسوالۍ د امنیه قوماندان ملا اخترمحمد بریالي موټر تېره شپه د ګزمې پر مهال د دې ولسوالۍ زاړه ښار ته څېرمه ترافیکي پېښه کړې ده.

هغه زیاته کړه چې په دې پېښه کې امنیه قوماندان او ورسره سپرو درېیو کسانو یې ژوند له لاسه ورکړی دی.

عابدي د یادې ترافیکي پېښې څرنګوالي په اړه معلومات ور نه کړل خو د بغلان امنیې قوماندانۍ د امنیت امر عبدالغیور خادم پژواک ته وویل چې دغه ترافکي پېښه د موټر چپه کېدو له امله شوې ده.

د یادونې ده، تېره اونۍ د بغلان دوه قومي مشران هم په یوه ترافیکي پېښه کې مړه شوي وو.

Views: 30

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.