کابل (پژواک، ۲۸ غبرګولی ۱۴۰۳): د کورنیو چارو وزارت وايي چې د لوی اختر لومړۍ ورځ د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې په بشپړه توګه د امن او خوښۍ په فضا کې سرته ورسېده.
د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، د اختر په لومړۍ ورځ د نورو سیمو ترڅنګ د جوماتونو او عیدګاوو امنیت د امنيتي ځواکونو له خوا په پوره توګه تامین شوی و او هېوادوالو په ارامه توګه د اختر لمونځونه ادا کړل.
هغه زیاته کړې چې د لوی اختر لومړۍ ورځ د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې په مکمله توګه د امن او خوښۍ په فضاء کې سرته ورسیده.
قانع هېوادوالو ته ډاډ ورکړ چې د اختر راتلونکې ورځې به هم په امن او خوښۍ سره ولمانځل شي.
دی وايي: «زموږ عزم او اراده د ولس خدمت دی، د هېواد لوېشت لوېشت خاوره د امنيتي ځواکونو تر پوښښ لاندې ده، څو ستاسو د سر، مال او عزت په دفاع کې خپل اسلامي او ملي مسوولیت په حقیقي توګه سرته ورسوي.»
هغه زیاتوي، د کورنیو چارو وزارت اړوند ټولې خدماتي څانګې له نورو خدماتي ادارو سره په همغږۍ د خلکو د اړتیاوو او ستونزو حل په موخه پر خپلو دندو بوختې دي.
Views: 10
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن