ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کرکټ نړۍوال جام؛ د اتو غوره لوبډلو پړاو ټیمونه معلوم شول

د کرکټ نړۍوال جام؛ د اتو غوره لوبډلو پړاو ټیمونه معلوم شول

author avatar
17 Jun 2024 - 11:40
د کرکټ نړۍوال جام؛ د اتو غوره لوبډلو پړاو ټیمونه معلوم شول
author avatar
17 Jun 2024 - 11:40

کابل (پژواک، ۲۸ غبرګولی ۱۴۰۳): د ۲۰۲۴ کال، کرکټ شل اووریز نړۍوال جام سیالیو په لړ کې بنګله‌دېش نیپال ته په ماتې ورکولو سره اتمه لوبډله شوه چې سوپر-۸ پړاو ته یې لار وموندله.

د امریکا غږ د راپور له مخې، تېره ورځ د کرکټ ۲۰۲۴ کال شل اووریز نړۍوال جام سیالیو په لړ کې بنګله‌دېش لوبډلې نیپال ته ماتې ورکړه.

سرچینه زياتوي، له دې سره سره چې د بنګله‌دېش ټول لوبغاړي د لوبې په ۱۹.۳ اوورونو کې وسوځیدل او د نیپال لوبډلې ته یې د ۱۰۷ منډو هدف ټاکلی و خو د نیپال ټول لوبغاړي په ۱۹.۲ اوورونو کې وسوځیدل او یوازې ۸۵ منډې یې وکړې.

په راپور کې راغلي، په دویمه لوبې کې بیا سريلانکا وکړای شو چې د هالنډ لوبډلې ته د ۸۳ منډو په توپیر ماتې ورکړي.

سرچينې زياته کړې، دا د روان نړۍوال جام په سیالیو کې د سريلانکا لوبډلې لومړی بری و. دې لوبډلې خپلې دوه لوبې سوېلي افریقا او بنګله‌دېش ته وبایللې او له نیپال سره یې لوبه د باران له کبله لغوه شوه.

ټاکل شوې چې د سوپر- ۸ پړاو کې ټولې اته واړه لوبډلې په دوو ګروپونو ووېشل شي او له یو بل سره به درې – درې سیالۍ وکړي چې د سر څلور لوبډلې نیمه‌پای لوبې یا سیمي فاینل ته لار پیدا کوي.

د امریکا غږ د راپور له مخې، افغانستان د لومړي پړاو سیالیو په لړ کې خپله وروستۍ لوبه نن دوشنبه (جون ۱۷ مه) د کوربه وېسټ انډیز سره کوي، دغو دواړو لوبډلو تر دې دمه په لومړي پړاو کې هیڅ لوبه نده بایللې.

افغانستان، هند، انګلېنډ، اسټرالیا، بنګله‌دېش، سوېلي افریقا، امریکا او وېسټ‌انډیز هغه لوبډلې ته چې سوپر-۸ مرحلې ته وتلې دي.

Views: 23

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.