ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غور کې ډاکټران: د پاکوالي په رعایتولو سره د اسکبیس ناروغۍ خپرېدو مخنیوی وکړئ

غور کې ډاکټران: د پاکوالي په رعایتولو سره د اسکبیس ناروغۍ خپرېدو مخنیوی وکړئ

author avatar
18 Jun 2024 - 10:32
غور کې ډاکټران: د پاکوالي په رعایتولو سره د اسکبیس ناروغۍ خپرېدو مخنیوی وکړئ
author avatar
18 Jun 2024 - 10:32

فیروزکوه (پژواک، ۲۹ غبرګولی ۱۴۰۳): غور کې ډاکټرانو او مسوولینو په دغه ولایت کې د اسکبیس جلدي ناروغۍ د پېښو ډېرېدو خبره کوي او له خلکو غواړي چې د پاکوالي په رعایتولو سره د دې ناروغۍ خپرېدو مخنیوی وکړي.

د ډاکټرانو په خبره، اسکبیس یوه میکروبي او ساري جلدي ناروغي ده چې د کثافاتو، څارویو سره د تماس او د جامو له لارې سرایت کوي، د دې ناروغۍ پر مهال پر ځان سرې دانې چې خارښت کوي، پیدا کېږي.

د غور په ولايتي روغتون کې یوه موظف ډاکټر قربان عزيزي پژواک خبري اژانس ته وويل: «اسکبیس یوه ساري ناروغي ده چې کېدای شي د کثافاتو، له څارویو سره د تماس، د خوب بسترې او نورو مواردو له لارې انسان ته سرایت وکړي، په دې ناروغي کې پر ځان سرې دانې راپورته کېږي او خارښت کوي.»

نوموړي زياته کړه، دغه ناروغي د لاسونو او پښو له پنجو پيلېږي او بيا وروسته د بدن نورو برخو ته خپرېږي، د ورځې یې خارښت کم او د شپې له خوا ډېریږي.

هغه دغه‌راز وايي، اسکبیس ناروغي ساري ده او که درملنه يې ونه‌شي، یوه بله جلدي ناروغي چې د مرداردانې په نوم یادیږي، پیدا کوي.

هغه وویل، اسکبیس ناروغي د درملنې او د وقایې وړ ده؛ که څوک پر دې ناروغۍ اخته کېږي، ډېر ژر دې ډاکټر ته مراجعه وکړي څو درملنه یې وشي.

د ډاکټر عزيزي په خبره، پر دې ناروغۍ اخته کسان د درملنې ترڅنګ بايد نخي جامې واغوندي او هره ورځ ولامبي، هغه کسان چې دغه ناروغي نه لري، بايد خپله حفظالصحه جداً رعایت کړي.

ډاکټران وايي، د اسکبیس ناروغي تر ډېره پورې وي او د هغو کسانو چې درملنه شوې وي، له هغه وروسته دې خپله بستره او جامې د یو څه وخت لپاره لمر ته واچوي څو دغه ناروغي له منځه ولاړه شي او نور څوک پرې اخته نه شي.

په همدې حال کې، د غور د عامې روغتيا رييس ډاکټر عبدالستار موفق پژواک ته وويل: «له بده ‌مرغه دغه ناروغي خپره شوې، موږ د تېر کال په لومړيو درېيو مياشتو کې مو د اسکبیس ناروغۍ کم ارقام لرل، یعنې په اونۍ کې مو یو یا دوه مراجعین درلودل، خو سږ کال د کال له پیله تر اوسه په اونۍ کې له درېیو تر پنځو پورې کسان مراجعه کوي چې سږ کال د دې ناروغۍ ارقام لوړ شوي دي.»

نوموړی وایي، که څه هم دا ناروغي ساري ده او کولی شي چې د کورنۍ نور غړي هم پرې اخته کړي خو په اسانۍ د درملنې او مخنیوي وړ هم ده.

ده دغه‌راز وویل، خلک کولى شي د دې ناروغۍ درملنه ډاکټر ته په مراجعې او د حفظالصحې په مراعاتولو، حمام کولو، جامو او بسترو بدلولو سره وکړي.

ناروغان

د غور يوه اوسېدونکې صديقه چې پر دې ناروغۍ اخته شوې وايي، لومړى يې پر ځان سرې دانې له خارښت سره یوځای پیدا شوې او بیا ډاکتر ته مراجعه وکړه.

هغه زیاته کړه: «په جلد کې مې  سور رنګې دانې پیدا شوې، ما فکر وکړ چې شری به وي، ډېر خارښت یې درلود، ډاکټر ته چې کله راغلم، ویل یې، دا ګرګي ناروغي ده، درمل یې راکړل، له هغو درملو مې استفاده وکړه، اوس شکر ښه یم.»

نوموړې زياته کړه، زما دغه ناروغي زما خور ته هم انتقال شوې وه چې هغه هم له درملنې وروسته ښه شوې ده.

هغې وویل: «ما او خور مې په یوه خونه کې استراحت کاوه، د کور کارونه مو کول، له ما هغې ته انتقال شوې، د شپې ډېره په عذاب وه، ډاکټر ته ولاړو درمل یې ورکړل، اوس ښه شوې ده.»

ورته مهال، له ایرانه تازه راستون شوی عبدالکریم وايي چې په دغه هېواد کې پر دې ناروغۍ اخته شوی و، اوس تر درملنې لاندې ده او روغتیایي وضعیت یې ښه دی.

Views: 12

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.