Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

پنجشېر کې یو ځوان سیند کې د ډوبېدو له امله مړ شوی

پاراخ (پژواک، ۳۰ غبرګولی ۱۴۰۳): د پنجشېر امنیه قومانداني وايي، د دغه ولایت په مرکز کې یو ځوان د لامبو پرمهال اوبو ډوب کړی او مړ شوی دی.

د پنجشیر ولایت د امنیه قومانداني ویاند، عابدالله عقاب پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه پېښه تېره ورځ مازدیګر مهال د دغه ولایت په مرکز بازارک کې شوې ده.

هغه وویل، دغه ځوان د پنجشیر ولایت د رخې ولسوالۍ اوسېدونکی و او په بازارک کې پنجشېر سیند کې د لامبو پرمهال اوبو کې ډوب شوی او خپل ژوند یې له لاسه ورکړی دی.

هغه زیاته کړه چې د دغه ځوان مړی د امنیتي خواکونو له لورې له اوبو راایستل شوی دی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.