کابل (پژواک، ۳۰ غبرګولی ۱۴۰۳): د اسلامي امارت ویاند وایي، د ملګرو ملتونو ځينو غړو او په ځانګړې توګه د ریچارډ بېنټ راپور د دوحې راتلونکې ناستې درشل کې د اذهانو د خرابولو هڅه ده او په دې سره غواړي د افغانستان په اړه ناسم انځور وړاندې کړي.
د راپورونو له مخې، د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنټ تېره ورځ د دغه سازمان د بشري حقونو شورا غونډې ته په افغانستان کې د بشري وضعیت په اړه خپل وروستی راپور وړاندې کړږ
په دغه راپور کې په افغانستان کې د زدهکړو او کار برخو کې د ښځو پروړاندې محدودیت، روغتیايي، عدلي او قضايي سکتور ته د ښځو نه لاسرسی او ځینې نورې بشري ناخوالې یادې شوې دي.
هغه ویلي، د پراخو څېړنو، مشورو او شننو په پایله کې معلومه شوې چې د ده په ټکو «د طالبانو د ښځو ضد سیستم پراخ او سیستماتیک دی.»
خو د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې د ملګرو ملتونو ځینو غړو او په ځانګړی ډول د ریچارډ بېنټ راپور د دوحې د راتلونکي ناستې په درشل کې د اذهانو د خرابېد هڅه ده.
هغه لیکلي: «متأسفانه په ملګرو ملتونو کې ځينې عُقديي اشخاص همیشه هڅه کوي د افغانستان په اړه ناسم تصویر وړاندې کړي او لوی پرمختګونه د څو محدودو موضوعاتو تر شعاع لاندې راولي.»
ده زیاته کړې، اسلامي امارت په ملګرو ملتونو کې د ځينو هېوادونو حمایوي دريځ ستایي او دا یو حقیقت دی چې له اسلامي امارت سره باید مثبت او رغنده تعامل وشي، د فشار او دسیسو هڅې لا هم ناکامېږي، دوام او تکرار یې د ناکامه تجربو بیا بیا ازمایل دي.
مجاهد هیله څرګند کړې چې نور واقعیتونه درک شي او رغنده دريځ ونیول شي.
ټاکل شوې د دوحې درېیمه ناسته د راتلونکې چنګاښ میاشتې په لسمه او یوولسمه جوړه شي او د اسلامي امارت یو پلاوی به هم په دغه غونډه کې ګډون وکړي.
Views: 21
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن