Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

یو افغان پر موټرسایکل له جرمني لوګر ولایت ته راغلی

یو افغان پر موټرسایکل له جرمني لوګر ولایت ته راغلی

author avatar
20 Jun 2024 - 11:26
یو افغان پر موټرسایکل له جرمني لوګر ولایت ته راغلی
author avatar
20 Jun 2024 - 11:26

پل‌علم (پژواک، ۳۱ غبرګولی ۱۴۰۳): د لوګر د اطلاعاتو او کلتور ریاست وایي چې د محمدمنصور څاروان په نوم یو افغان له جرمني پر موټرسایکل دغه ولایت ته راغلی دی.

د لوګر د اطلاعاتو او کلتور رییس رفیع‌الله صمیم پژواک خبري اژانس ته وویل، محمد منصور څاروان اته کاله مخکې جرمني ته تللی و خو اوس له هغه ځایه پر موټرسایکل هېواد ته راغلی دی.

صمیم زیاته کړه، د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو سره په ټول افغانستان کې امنیت ټینګ شوی او هر افغان کولای شي په ډاډه زړه خپل هېواد ته راشي.

بل لور ته، احمدمنصور څاروان پژواک ته وویل چې د اوو ورځو په موده کې له جرمني هېواد ته راورسېد.

نوموړي زیاته کړه: «له اوږدې مودې راهیسې مې دا هیله وه چې خپل هېواد ته د ځمکې له لارې پر موټرسایکل سفر وکړم او د هېواد بېلابېلې سیمې وګورم، دا هیله مې اوس پوره شوه.»

څاروان پر نورو بهرمېشتو افغانانو هم غږ وکړ چې هېواد ته راشي او له خپلو کورنیو او افغانانو سره په ډاډه زړه لیده کاته وکړي.

د یادونې ده، څاروان د لوګر د محمداغې ولسوالۍ اصلي اوسېدونکی او اته کاله مخکې جرمني هېواد ته کډوال شوی دی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.