Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کابل کې له ۱۵ زره زده‌کوونکو د کانکور ازموینه واخیستل شوه

کابل (پژواک، د چنګاښ لومړۍ نېټه ۱۴۰۳): د ازموینو ملي اداره وایي چې کابل کې د کانکور ازموینه د ۱۵ زره کسانو په ګډون واخیستل شوه.

د ازموینو ملي ادارې له دې مخکې ویلي وو چې د ۱۴۰۳ کال د کانکور ازموینه په پنځو پړاوونو کې اخیستل کېږي چې لومړی پړاو یې په میدان‌وردګو، لوګر، پروان، کاپیسا، پنجشېر، غزني، پکتیکا، پکتیا، کونړ، زابل، بامیان، سمنګان، بادغیس، هرات، غور او نورستان ولایتونو کې اخیستل کېږي.

د سرچینې په خبره، د دې ازموینې دویم پړاو نن په کابل کې ترسره شو او درې نور پړاوونه یې د هېواد په نورو ولایتونو کې ترسره کېږي.

د ازموینو ملي ادارې سرپرست مولوي عبدالباقي حقاني نن (جمعه) په کابل پوهنتون کې د ازموینې اخیستو پرمهال وویل چې د کابل په ازموینه کې ۱۵ زره کسانو ګډون کړی دی.

هغه څرګنده کړه چې دغه ازموینه هم مهال په کابل، پولیتخنیک او ښوونې او روزنې پوهنتونونو کې واخیستل شوه.

هغه زیاته کړه چې د ازموینې لړۍ شفافه ده او د تېرو کلونو په پرتله ګډونوالو ته ډېرې اسانتیاوې برابرې شوې دي.

سرچینې وویل، د ازموینې د پایلې له اعلانېدو وروسته ګډونوال د نه رضایت په صورت کې کولای شي تر درېیو ورځو خپل شکایت له اړوند ریاست سره ثبت کړي.

حقاني زیاته کړې چې د کانکور د ازموینې پایلې به د راتلونکې زمري میاشتې په لومړیو اعلان شي.

د کانکور یوه ګډونوال سیدحامد وویل چې له دې پروسې خوښ دی، ځکه شفافه ده.

هغه له اسلامي امارته غواړي چې د پوهنتونونو فارغانو لپاره دې د کار زمینه برابره کړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.