Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

جلالي: تر اوسه روښانه نه ده چې ا.ا به د دوحې ناسته کې په کومه کچه ګډون وکړي

کابل (پژواک، د چنګاښ لومړۍ نېټه ۱۴۰۳): د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د درېیم سیاسي ریاست رییس وایي، د دوحې د نورو ناستو پر خلاف دا ځل د ا.ا د پلاوي ګډون لپاره شرایط برابر شوي؛ خو بیا هم باید ولیدل شي د دې ناستې اړوند پرمختګونه کوم لوري ته ځي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د تېرې غبرګولي میاشتې په ۲۷مه اعلان وکړ اسلامي امارت د دوحې په راتلونکې ناسته کې د اصولو په چوکاټ کې د ګډون پرېکړه کړې، خو د ناستې په ترکیب او اجنډا کې هر ډول بدلون پر دغه پرېکړه اغېز کوي چې هغه مهال به له ټولو لورو سره شریک شي. ټاکل شوې دغه ناسته د روانې چنګاښ میاشتې په ۱۰مه او ۱۱مه په دوحه کې جوړه شي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د درېیم سیاسي ریاست رییس ذاکر جلالي نن سهار (جمعه) پر اېکس‌پاڼه د یوه پیغام په خپرولو لیکلي: «د دوحې د مخکنۍ ناستې پر خلاف دا ځل د افغانستان د حکومت د پلاوي د ګډون شرایط برابر شوي؛ خو بیا هم ولیدل شي څو د دې ناستې اړوند له لسو ورځو کم پرمختګونه کوم لوري ته ځي.»

د هغه په خبره، مهم ټکی دا دی چې د دوحې ناسته باید په خپل متناسب ځای کې وارزول شي او په دې ناسته کې د افغانستان لپاره د ځینو هېوادونو ځانګړي استازي به د ملګرو ملتونو د سرمنشي د مرستیال تر مشرۍ لاندې خبرې اترې وکړي.

هغه یادونه کړې چې د افغانستان حکومت هم د ناستې د ترکیب او اجنډا په پام کې نیولو سره چې مخکې له اسلامي امارت سره شریکه شوې، د پلاي د استولو پرېکړه کړې ده؛ خو تر اوسه روښانه نه ده چې په دې ناسته کې به په کومه کچه ګډون کوي.

جلالي څرګنده کړې، د ناستې اجنډا دا ښیي چې خبرې اترې به د خصوصي، مالي او بانکي سکټورونو، له نشه‌یي توکو سره د مبارزې او بدیل معیشت برخو باندې متمرکزې وي.

هغه ټینګار کړی چې اسلامي امارت له ګاونډیو هېوادونو سره د ښه تعامل په شان، له لوېدیځو هېوادونو سره هم د رغنده تعامل پلوی دی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.