Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د عامې روغتیا وزارت سرپرست: د کونړ ۲۰۰ بستریز روغتیایي کمپلېکس ‌پاتې چارې به بېرته ژر پیل شي

اسعداباد (پژواک، ۲ چنګاښ ۱۴۰۳): د عامې روغتیا وزارت سرپرست کونړ ته د خپل سفر پر مهال له رسنیو سره خبرو کې وویل، اسعداباد کې ۲۰۰ بستریز روغتیایي کمپلېکس چې د تېر حکومت پر مهال یې د جوړولو چارې نیمګړې پاتې وې چې ډېر ژر به بېرته پیل او بشپړې شي.

د عامې روغتیا وزارت سرپرست مولوي نور جلال جلالي کونړ ولایت ته د خپل سفر پر مهال له رسنیو سره خبرو کې ویلي، د دغه ولایت په مرکز اسعداباد ښار کې د ۲۰۰ بستریز روغتیایي کمپلېکس جوړولو چارې چې د تېر حکومت پر مهال پيل شوې وې او نیمګړې پاتې وې، ډېر ژر به بېرته پیل شي.

هغه وویل: «کونړ کې د روغتیایي کمپلېکس د پاتې نیمګړو چارو بشړولو په موخه مو د اسلامي امارت مشرتابه ته وړاندیز کړی، هیله شته چې په نږدې راتلونکي کې به یې چارې بېرته پيل شي.»

هغه زیاته کړه، د یاد روغتیایي کمپلېکس نږدې ۷۰ سلنه ودانیزې چارې بشپړې شوې او پاتې برخه به یې هم په معیاري توګه تکمیل شي.

د هغه په خبره، اسلامي امارت په ټول هېواد کې د معیاري روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو ته ژمن دی او هڅه کوي چې په دې برخه کې خپلو خلکو ته ګټورې روغتیایي اسانتیاوې برابرې کړي.

 ورته مهال، د دغه ولایت یو شمېر اوسېدونکي وایي، تېرو کلونو کې د روغتیا برخه کې کونړ ته خاصه پاملرنه نه ‌ده شوې او په خبره یې، د مجهز او معیاري روغتون نشتوالي له امله اړ کېږي چې خپل ناروغان ننګرهار او یا هم ګاونډي هېواد پاکستان ته بوځي.

د یادونې ده، د یاد روغتیايي کمپلېکس جوړولو چارې د ۳۴۹ میلیونه افغانیو په لګښت په ۱۳۹۸ لمریز کال کې پیل شوې وې خو ۳۰ چارې یې پاتې وې.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.