پلعلم (پژواک، ۳ چنګاښ ۱۴۰۳): د لوګر پوهنې ریاست وایي چې د دغه ولایت په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې د ۱۱۵ میلیونه افغانیو په لګښت د ۱۵ رغنیزو پروژو چارې پيل شوې.
د لوګر پوهنې ریاست ویاند شاهپور عرب پژواک خبري اژانس ته وویل، دا پروژې د پوهنې له وزارت سره په همغږۍ د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق(UNICEF) له لوري پیل شوې چې تر راتلونکو شپږو میاشتو به د ۱۱۵ میلیون افغانیو په لګښت بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
عرب زیاته کړه: «په دغو پروژو کې ۶ ښوونځیو ته د ټولو ملحقاتو په درلودو د ودانیو او نهو نورو ښوونځیو ته د احاطوي دېوالونو جوړول، د پاکو اوبو څاګانو کیندل، د لمريزې برېښنا سیستمونو لګول او نور شامل دي.»
نوموړي دغه راز زیاته کړه، د یادو پروژو په بشپړېدو به شاوخوا ۱۵ زره زدهکوونکو ته د لیک لوست خوندي چاپېریال او اسانتیاوې رامنځته شي.
دغه راز، د مرکز پلعلم یوه ښوونکي ضیاالحق پژواک ته وویل، د دغو پروژو پيل د پوهنې برخه کې یو مثبت ګام دی او په بشپړېدو به یې زرګونو زدهکوونکو او ښوونکو ته اسانتیاوې رامنځته شي.
هغه زیاته کړه، د پوهنې ریاست ته په کار ده چې له یادو پروژو وخت پر وخت څارنه وکړي څو په ښه کیفیت جوړې شي.
د یادودنې ده، دوه اونۍ مخکې هم په لوګر کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق(UNICEF) له لوري د ۱۵ میلیونه افغانیو په لګښت د درېیو ښوونځيو د ودانیو بیارغونه پيل شوه.
Views: 13
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن