ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بهرنیو چارو وزارت د نیکاراګوا له خوا د افغانستان لپاره د سفیر ګومارنې هرکلی وکړ

بهرنیو چارو وزارت د نیکاراګوا له خوا د افغانستان لپاره د سفیر ګومارنې هرکلی وکړ

author avatar
23 Jun 2024 - 14:03
بهرنیو چارو وزارت د نیکاراګوا له خوا د افغانستان لپاره د سفیر ګومارنې هرکلی وکړ
author avatar
23 Jun 2024 - 14:03

کابل (پژواک، ۳ چنګاښ ۱۴۰۳): د بهرنیو چارو وزارت وايي چې په لومړي ځل د نیکاراګوا هېواد له خوا د افغانستان لپاره په بېجینګ کې د غیرمستقیم سفیر له ګومارنې سره یې هوکړه کړې او هرکلی یې کوي.

د هېواد د بهرنیو چارو وزارت له لوري نن په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي: «د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت په لومړي ځل د نیکاراګوا جمهوریت له خوا د افغانستان لپاره په بېجینګ کې د غیرمستقیم سفیر له ګومارنې سره موافقه کړې او هرکلی یې کوي.»

خبرپاڼه کاږي، د بهرنیو چارو وزارت په بېجینګ کې د اسلامي امارت لوی سفارت ته هدایت ورکړی چې په بېجینګ کې د نیکاراګوا له سفارت سره نږدې کاري اړیکې ولري.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، د بهرنیو چارو وزارت له نیکاراګوا جمهوریت سره د دیپلوماټیکو اړیکو رامنځ ته کېدل مثبت پرمختګ بولي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزې لېوالتیا وړ برخو کې د اړیکو د لا زیاتې پراختیا هیله کوي.

فرانس‌پرېس خبري اژانس تېره شپه ناوخته راپور ورکړ چې په چین کې د نیکاراګوا هېواد اوسنی سفیر به د افغانستان اړوند چارې له بیجینګ څخه اداره کوي.

د راپور له مخې، د نیکاراګوا هېواد د ولسمشر مرستیال روزاریو موریلو د افغانستان لپاره د سفیر ټاکل کېدو موضوع تایید کړې ده.

Views: 14

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.