ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

عزیزي: د صنعتي پارکونو د ځمکو وېشلو لړۍ به په نږدې راتلونکي کې پیل شي

عزیزي: د صنعتي پارکونو د ځمکو وېشلو لړۍ به په نږدې راتلونکي کې پیل شي

author avatar
24 Jun 2024 - 15:13
عزیزي: د صنعتي پارکونو د ځمکو وېشلو لړۍ به په نږدې راتلونکي کې پیل شي
author avatar
24 Jun 2024 - 15:13

کابل (پژواک، ۴ چنګاښ ۱۴۰۳): د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست وایي چې د اسلامي امارت د مشرتابه له لوري د صنعتي پارکونو قانون توشیح شوی او په نږدې راتلونکي کې به د صنعتي پارکونو د ځمکو د وېش لړۍ پیل شي.

دغه څرګندونې د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي نن په کابل کې د خصوصي سکټور «خبرې اترې، ننګونې او فرصتونه» تر عنوان لاندې جوړه شوې غونډه کې وکړې.

په دغه غونډه کې د ملګرو ملتونو د پرمختایي ادارې (UNDP)، د اروپایي ټولنې او په افغانستان کې د یو شمېر سفارتونو استازو ګډون کړی و.

په یاده غونډه کې عزیزي وویل، د اسلامي امارت د مشرتابه له لوري د صنعتي پارکونو قانون توشیح شوی او په نږدې راتلونکې کې به د صنعتي پارکونو د ځمکو د وېش بهیر پیل شي.

هغه وایي، ۶۰۰ متقاضیانو له دغه وزارته غوښتي چې د هېواد په ټولو زونونو کې فابریکې جوړوي.

عزیزي زیاتوي چې شاوخوا ۱۰۰۰ صنعتي شرکتونو تازه له صنعت او سوداګرۍ وزارته جوازونه ترلاسه کړي دي.

دی وایي چې په افغانستان کې ۵۰۰ قلمه توکي تولیدېږي او د ۱۳۳ قلمه موادو برخه کې پر ځان بسیاینې ته رسېدلی دی.

نوموړي په دغه غونډه کې له نړۍوال بانک او نورو ادارو وغوښتل چې د هغو پروژو د بشپړولو په برخه کې همکاري وکړي چې اتیا سلنه کارونه یې سر ته رسېدلي او نیمګړې پاتې دي او که دغه پروژې بشپړې نه شي بېرته له منځه ځي.

هغه وویل چې ملګري ملتونه دې د افغانستان له خصوصي سکټور څخه په ټولو برخو کې ملاتړ وکړي.

عزیزي زیاته کړه، په نننیو خبرو اترو کې باید د افغانستان په اساسي ستونزو خبرې وشي، د افغانستان کنګل شوې پیسې دې ازادې شي او ویې ویل چې دغه پیسې ټولې د خصوصي سکټور دي او له نړۍوالې ټولنې یې غوښتنه وکړه چې دغه ستونزه دې د امریکا او له هغو خواو سره شریکه کړي چې پیسې یې کنګل کړې دي.

نوموړي د نړۍوالې ټولنې له بشري مرستو مننه وکړه او زیاته یې کړه چې دغه مرستې د لنډ وخت لپاره ښیې وي، خو اوس د دې وخت دی چې له افغانستان سره نړۍواله ټولنه په زیربنایي او اساسي برخو کې همکاري وکړي.

هغه پر نړۍوالې ټولنې غږ وکړ چې د افغانستان بانکي سیسټم دې د نړۍ له نورو بانکونو سره عادي کړي او هم دې په نړۍواله سوداګرۍ کې د افغانستان غړیتوب بېرته فعال کړي.

همدارنګه په دې غونډه کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې لومړي مرستیال یونس مومند هم له نړۍوالې ټولنې غوښتنه وکړه چې د خصوصي سکټور ملاتړ دې وکړي.

نوموړي دغه راز له اروپایي ټولنې غوښتنه وکړه چې افغان سوداګرو ته دې د وېزو ورکړې برخه کې همکاري وکړي.

ورته مهال په دغه غونډه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي او د بشري او پراختیايي چارو مرستیال اندریکا رتوات وویل چې دوی د افغانستان له خصوصي سکټور څخه ملاتړ کوي.

نوموړي زیاته کړه، هڅه کوي چې بهرنۍ مرستې افغانستان ته جلب کړي او له نورو موسسو او بنسټونو یې غوښتنه وکړه چې د افغانستان د خصوصي سکټور ملاتړ دې وکړي.

Views: 24

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.