ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پکتیا کې د غره‌ښویېدنې پېښه کې د یوې کورنۍ اووه غړي مړه شوي

پکتیا کې د غره‌ښویېدنې پېښه کې د یوې کورنۍ اووه غړي مړه شوي

author avatar
24 Jun 2024 - 10:31
پکتیا کې د غره‌ښویېدنې پېښه کې د یوې کورنۍ اووه غړي مړه شوي
author avatar
24 Jun 2024 - 10:31

ګردېز (پژواک، ۴ چنګاښ ۱۴۰۳): د پکتیا ولایت په څمکنیو ولسوالۍ کې د غره ‌ښویېدنې له امله د یوې کورنۍ اووه کسان مړه شوي دي.

دغه خبر د پکتیا د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ریاست له لوري پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلی دی.

سرچینه کاږي چې پرون مازدیګر د څمکنیو ولسوالۍ په جګ اورګوړ سیمه کې د غره یوه برخه ښویېدلې ده.

خبرپاڼه کې راغلي چې په دې پېښه کې د یوې کورنۍ دوه ښځې او پنځه ماشومان مړه شوي دي.

د یادونې ده، د روان کال په وري میاشت کې هم د پکتیا په وزې ځدران ولسوالۍ کې د غره ښویېدنې له امله د یوې کورنۍ پنځه غړي مړه شوي وو.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.