پلخمري (پژواک، ۵ چنګاښ ۱۴۰۳): د بغلان د ترافیکو مدیریت وایي، د دغه ولایت په خوست ولسوالي کې د ترافیکي پېښې له امله څلور کسان مړه او څلور نور ټپيان شوي دي.
د بغلان د ترافیکو مدیر قاري نذیرالله عابدي پژواک خبري اژانس ته وویل، نن له غرمې مخکې د خوست ولسوالۍ اړوند په پلفي سیمه کې د ترافیکي پېښې له امله څلور کسان مړه شوي دي.
دغه راز، ځايي اوسېدونکي وايي، یو فیلډر موټر چې اته کسان پهکې سپاره وو، په یوه غرنیزه لار یادې ولسوالي ته روان و چې لاندې لوېدلی دی.
د هغوی په خبره، په دې پېښه کې د څلورو مړه شوو ترڅنګ څلور کسان ټپيان شوي هم دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP