Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

تېره یوه میاشت کې له افغانستانه د څه باندې ۱۱۴ میلیون ډالرو په ارزښت صادرات شوي

کابل (پژواک، ۶ چنګاښ ۱۴۰۳): د افغانستان د احصایې او معلوماتو ملي اداره وايي، د روان لمریز کال په غویي میاشت کې د هېواد په کچه د څه باندې ۹۵۰ میلیون ډالرو په ارزښت واردات او د څه باندې ۱۱۴ میلیون ډالرو په ارزښت صادرات شوي دي.

د احصايې او معلوماتو ملي ادارې له لوري نن په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې یادې ادارې د افغانستان په کچه د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د تېرې غويي مياشتې د وارداتو او صادراتو اړوند ارقام راټول او تحليل کړي دي.

خبرپاڼه کې راغلي، د دغو ارقامو له مخې، په ياده مياشت کې د هېواد په کچه د وارداتو ټول ارزښت ۹۵۰٬۵ ميليون ډالر او د صادراتو ټول ارزښت ۱۱۴٬۶ ميليون ډالرو ته رسېږي.

خبرپاڼه کاږي، د روان ۱۴۰۳ لمریز کال په تېره وري میاشت کې د افغانستان د وارداتو ارزښت ۶۵۰ میلیون ډالرو ته رسېده چې د همدغه کال په غويي مياشت کې د ۳۰۰٬۵ میلیون ډالرو په ارزښت زیاتوالی په‌کې راغلی دی.

د سرچینې په حواله، د همدغه کال په تېره وري مياشت کې د افغانستان د صادراتو ټول ارزښت ۹۵٬۶ میلیون ډالره و.

په خبرپاڼه کې دغه راز راغلي، د ارقامو تحلیل ښيي چې د همدغه کال په غويي میاشت کې د صادراتو ارزښت د وري مياشتې په پرتله ۱۹ ميليون ډالره زیاتوالی لري.

سرچینې دغه راز لیکلي، ارقام ښيي چې د روان لمریز کال په تېره غويي میاشت کې تر ټولو ډېر صادرات پاکستان، هند او متحده عربي اماراتو ته او تر ټولو ډېر واردات بیا له ایران، چین او پاکستان هېوادونو ترسره شوي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.