ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تېرو اوو ورځو کې له ایران او پاکستانه څه باندې ۱۱ زره کډوال راستانه شوي

تېرو اوو ورځو کې له ایران او پاکستانه څه باندې ۱۱ زره کډوال راستانه شوي

author avatar
27 Jun 2024 - 16:23
تېرو اوو ورځو کې له ایران او پاکستانه څه باندې ۱۱ زره کډوال راستانه شوي
author avatar
27 Jun 2024 - 16:23

کابل (پژواک، ۷ چنګاښ ۱۴۰۳): د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له خوا د ورکړل شوو معلوماتو له مخې، په تېرو اوو ورځو کې له پاکستان او ایرانه ۱۱ زره او ۲۶۱ افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.

دغه کډوال د غبرګولي میاشتې له ۳۱مې د روانې چنګاښ میاشتې تر شپږمې پورې له پاکستان او ایرانه په زور او یا خپله خوښه راستانه شوي دي.

پژواک خبري اژانس دغه شمېرې له تېرو اوو ورځو راهیسې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت پر اېکس‌پاڼه د خپرو شوو معلوماتو له مخې را اخیستې دي.

د دغه وزارت د معلوماتو پر بنسټ، د یادو کډوالو له ډلې ۲۰۰۰ کسان چې شاوخوا ۲۴۲ کورنۍ کېږي د تورخم او سپن‌بولدک له لارو له پاکستانه په جبري ډول راایستل شوي دي.

دغه راز، په یاده موده کې ۹۲۶۱ کسان د هرات اسلام‌کلا بندر او د نیمروز د ورېښمو پله له لارو له ایرانه په خپله خوښه او یا جبري ډول هېواد ته راستانه شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د تېرې پنج‌شنبې پر ورځ د بښنې نړۍوال سازمان له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو بهیر ژر تر ژره درېدو غوښتنه کړې وه.

د یادونې ده، د تېرې غبرګولي میاشتې له ۱۷مې تر ۲۳مې پورې له پاکستان او ایرانه ۲۷ زره او ۸۳۱ افغان کډوال په زور او یا خپله خوښه هېواد ته راستانه شوي وو.

Views: 11

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.