کابل (پژواک، ۹ چنګاښ ۱۴۰۳): د اسلامي امارت ویاند په مشرۍ پلاوی د دوحې درېیمه غونډه د ګډون لپاره قطر ته ولاړ.
ټاکل شوې د افغانستان لپاره د دوحې درېیمه غونډه د چنګاښ په لسمه او یوولسمه نېټه د قطر په پلازمینه دوحه کې ترسره شي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې افغان پلاوی د دوحې په غونډه کې د ګډون لپاره هغه هېواد ته روان شو.
مجاهد نن کابل کې یوې غونډې ته وویل، د دوحې ناستې ته د «تفاهم او ستونزو د حل» په موخه ځي او هڅه کوي نړۍ د افغانستان پر وړاندې ښه دریځ او تعامل ته راوبولي.
دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند ویلي، د دوحې درېیمې غونډې ته د ۳۰ هېوادونو او نړۍوالو بنسټونو استازو ته د ګډون بلنه ورکړل شوې او د دې غونډې مشري د م.م د سرمنشي مرستیاله رزماري اینډيکارلو کوي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن