کابل (پژواک، ۹ چنګاښ ۱۴۰۳): د ملګرو ملتونو سازمان وايي چې د دغه سازمان سرمنشي منځنۍ اسیا ته د خپل سفر په پیل کې نن (شنبه) ازبکستان ته ولاړ شي.
د ملګرو ملتونو ویاند استیفان دوجاریک پرون (جمعه) په یوې خبري ناسته کې ویلي، ګوټرېش به له تاشکند وروسته قرقیزستان، قزاقستان، تاجکستان او ترکمنستان ته هم ولاړ شي.
هغه زیاته کړې، انټونیو ګوټرېش به په دغه سفر کې د یادو هېوادونو له ولسمشرانو او نورو دولتي لوړپوړو چارواکو سره لیدنې ولري او دغهراز، د اقلیمي بدلون اړوند پروژې به له نږدې وګوري او د ځايي ټولنو او ځوانانو له فعالینو سره به خبرې اترې وکړي.
ورته مهال، نوموړي زیاته کړې چې ګوټرېش د شانګهای همکارۍ سازمان سرمشریزې ته چې د جولای په ۴مه د قزاقستان په پلازمېنه کې جوړېږي، بلل شوی او هلته به وینا وکړي.
د هغه په خبره، تمه ده چې د ملګرو ملتونو سرمنشي به په دې غونډه کې د سازمان د منشور، د نړۍوالو قوانينو او د بشري حقونو نړۍوالې اعلاميې پر بنسټ د څو اړخيزتوب پر ګډې ژمنې ټينګار وکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP