Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د ایران ولسمشریزې ټاکنې دویم پړاو ته ولاړې

کابل (پژواک، ۹ چنګاښ ۱۴۰۳): د راپورونو له مخې، د ایران د ولسمشرۍ څوارلسمې دورې ټاکنې دویم پړاو ته ولاړې او دغه پړاو ټاکنې به د مسعود پزشکیان او سعید جلیلي ترمنځ وشي.

ایسنا خبري اژانس د ایران د ټاکنو کمېسیون د ویاند محسن اسلامي له قوله راپور ورکړی چې په ۴۸۲ ولسوالیو کې د ۵۸ زره او ۶۴۰ سایټونو رایې شمېرل شوې دي.

هغه وویل چې ۲۴ میلیونه ۵۳۵ زره او ۱۸۵ رایې شمېرل شوې دي.

د محسن په خبره، مسعود پزشکیان ۱۰ میلیونه ۴۱۵ زره او ۹۹۱ رایې، سعید جلیلي ۹ میلیونه‌ ۴۷۳ زره او ۲۹۸ رایې، محمدباقر قالیباف درې میلیونه ۳۸۳ زره او ۳۴۰ رایې او مصطفی پورمحمدي ۲۰۶ زره او ۳۹۷ رایې ترلاسه کړې دي.

اسلامي زیاته کړه چې د ولسمشرۍ ټاکنو قانون له مخې هيڅ یو نوماند نه دی توانېدلی مطلق اکثریت رایې ترلاسه کړي او دویم پړاو ټاکنې به د راتلونکې جمعې په ورځ د نګبهان شورا له تایید وروسته ترسره شي.

د ولسمشرۍ ټاکنو کې رایه‌اچونه د تېرې جمعې ورځ ۸ بجې پیل شوه او د تېرې شپې تر ۱۲ بجو یې دوام درلود.

د یادونې ده، په دغو ټاکنو کې د ایران دننه او بهر کې څه باندې ۶۱ میلیون کسان د رایې اچونې پر شرایطو برابر پېژندل شوي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.