ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

یوه اونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۸۰ زره مټریک ټنه انتقالات ترسره شوي

یوه اونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۸۰ زره مټریک ټنه انتقالات ترسره شوي

author avatar
30 Jun 2024 - 18:43
یوه اونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۸۰ زره مټریک ټنه انتقالات ترسره شوي
آرشیف
author avatar
30 Jun 2024 - 18:43

کابل (پژواک،۱۰ چنګاښ ۱۴۰۳): د افغانستان د ټولګټو وزارت په یوه اونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې د څه باندې ۸۰ زره مټریک ټنه سوداګریزو توکو له انتقالاتو خبر ورکوي.

یاد وزارت نن (د چنګاښ ۱۰مه) پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې په یوه اونۍ کې؛ یعنې د چنګاښ له لومړۍ بیا تر ۷مې نېټې پورې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې ۸۰۳۰۱ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

سرچینه زیاتوي چې د حیرتان بندر له لارې ۶۳۱۹۴ ټنه، د اقینې بندر له لارې ۹۲۸۴ ټنه، د تورغونډۍ بندر له لارې ۶۱۸۲ ټنه او د خواف - هرات بندر له لارې ۱۶۴۱ ټنه انتقالات ترسره شوي چې نفتي، غیرنفتي او نور مواد په کې شامل دي.

د سرچینې په وینا، په وروستۍ یوه اونۍ کې د انتقالاتو د وړاندې شوو شمېرو له ډلې ۲۳۱۵ مټریک ټنه صادرات شوي چې لویه برخه يې وچه مېوه او د انارو جوس دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.