کابل (پژواک،۱۰ چنګاښ ۱۴۰۳): د افغانستان د ټولګټو وزارت په یوه اونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې د څه باندې ۸۰ زره مټریک ټنه سوداګریزو توکو له انتقالاتو خبر ورکوي.
یاد وزارت نن (د چنګاښ ۱۰مه) پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې په یوه اونۍ کې؛ یعنې د چنګاښ له لومړۍ بیا تر ۷مې نېټې پورې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې ۸۰۳۰۱ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.
سرچینه زیاتوي چې د حیرتان بندر له لارې ۶۳۱۹۴ ټنه، د اقینې بندر له لارې ۹۲۸۴ ټنه، د تورغونډۍ بندر له لارې ۶۱۸۲ ټنه او د خواف - هرات بندر له لارې ۱۶۴۱ ټنه انتقالات ترسره شوي چې نفتي، غیرنفتي او نور مواد په کې شامل دي.
د سرچینې په وینا، په وروستۍ یوه اونۍ کې د انتقالاتو د وړاندې شوو شمېرو له ډلې ۲۳۱۵ مټریک ټنه صادرات شوي چې لویه برخه يې وچه مېوه او د انارو جوس دي.
یاد وزارت له سوداګرو غوښتي څو خپل سوداګريز توکي په خوندي، ارزانه او چټکه توګه د رېلپټلۍ له لارې انتقال کړي، په مرکز کابل او ولايتونو کې د ټولګټو وزارت د رېلپټلۍ معینیت له اړوند مسوولينو سره دې اړیکه ونیسي.
په پای کې لیکل شوي چې د ټولګټو وزارت د رېلپټلۍ معینیت هڅه کوي، څو د انتقالاتو لپاره مناسب شرایط او سوداګرو ته لا ډېرې اسانتیاوې برابرې کړي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










