Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

  د جاپان سفیر: نړۍ به له افغانستان سره تعامل ته وهڅوو

کابل (پژواک، ۱۰ چنګاښ ۱۴۰۳): په کابل کې د جاپان سفیر د لوړو زده‌کړو وزارت له سرپرست سره لیدنه کې ویلي، هېواد یې د افغانستان ترڅنګ ولاړ دی، د افغانانو په چارو کې مداخله نه کوي او نړۍ به له افغانستان سره تعامل ته وهڅوي.

د لوړو زده‌کړو وزارت ویاند حافظ ضياءالله هاشمي پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د دغه وزارت سرپرست مولوي نداءمحمد ندیم په کابل کې د جاپان له سفیر تاکویوشي کورمایا سره وکتل.

کورمایا په دغه لیدنه کې ویلي: «اوسمهال په ټول افغانستان کې امنیت د ډاډ وړ دی او دا امن د افغانانو د زړه هیله وه.»

هغه د افغانستان په اړه د دوحې درېیمې ناستې ته په اشارې ویلي: «موږ به نړۍ له افغانستان سره تعامل ته وهڅوو جاپان د افغانستان تر څنګ ولاړ دی، د افغانانو په داخلي چارو کې مداخله نه کوي، دیني، ملي او کلتوري ارزښتونو ته یې درناوی لري.»

ټاکل شوې نن ماښام د افغانستان په اړه د دوحې درېیمه ناسته پیل شي او د اسلامي امارت د ویاند ذبیح‌الله مجاهد په مشرۍ افغان پلاوی په دغه غونډه کې ګډون کړی دی.

د جاپان سفیر ویلي، هېواد یې په بېلابېلو ولایتونو کې د واکسین، نشه‌یي توکو پر ضد مبارزې او طبيعي پېښو زیانمنو ته د رسېدنې برخو کې له افغانستان سره مرستې کړې او نورو مرستو ته به هم دوام ورکړي.

د لوړو زده‌کړو سرپرست مولوي نداءمحمد ندیم هم د دوحې درېیمه ناسته مهمه بللې او ویلي یې دي چې افغانستان له نړۍ سره مثبت تعامل غواړي او دغه تعامل هغه وخت ممکن دی چې د اسلامي امارت استازي په سترو نړۍوالو ناستو کې ګډون وکړي او نړۍ ته د افغانستان واقعي تصویر وړاندې کړي.

ده د جاپان له سفیر څخه غوښتي چې د افغانستان له بېلابېلو ولایتونو څخه لیدنه وکړي او په پوهنتونونو کې مثبت بدلون له نږدې وګوري.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.