پلعلم (پژواک، ۱۰ چنګاښ ۱۴۰۳): د لوګر پوهنې ریاست وایي چې د دغه ولایت په مرکز پلعلم او شپږو ولسوالیو کې ۹۰ ښوونځي ودانۍ نه لري او زدهکوونکي یې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
د لوګر پوهنې ریاست ویاند شاهپور عرب پژواک خبري اژانس ته وویل، په دغه ولایت کې د ۲۸۷ دولتي ښوونځيو له ډلې ۹۰ یې ودانۍ نه لري او سل نور یې بیارغونې ته اړتیا لري.
عرب زیاته کړه، روان کال پوهنې وزارت د یو شمېر کورنیو او نړۍوالو بنسټونو په همکارۍ ۱۴ ښوونځيو ته نوې ودانۍ جوړوي او ۱۳ ښوونځي هم بیارغوي.
هغه دغه راز وویل، اوس مهال د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (UNICEF) له لوري د شاوخوا ۱۱۵ میلیون افغانیو په لګښت د پوهنې برخه کې ۱۵ بېلابېلې پروژې تر کار لاندې دي.
ورته وخت کې، د مرکز پلعلم یوه ښوونکي میرویس پژواک ته وویل، په مرکز او ولسوالیو کې تر ټولو جدي ستونزه ښوونځیو ته د ودانیو نشتوالی دی.
نوموړي د پوهنې پر وزارت او مرستندویو بنسټونو غږ وکړ چې پوهنې ریاست اړوند ښوونځيو ته معیاري ودانۍ جوړې کړي.
دغه راز، د مرکز پلعلم د عمر فاروق (رض) ښوونځي یوه زدهکوونکي بسمالله پژواک ته وویل، په لرو پرتو سیمو کې ډېر ښوونځي ودانۍ نه لري او زدهکوونکي یې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
زدهکوونکی وایي چې په ګرمه هوا او باد او باران پر مهال ډېرې کورنۍ خپل ماشومان هغو ښوونځيو ته نه استوي چې ودانۍ نه لري.
د یادونې ده، اوس مهال د لوګر په ۲۸۷ ښوونځیو کې د نجونو په ګډون ۱۵۰ زره زدهکوونکي په زده کړو بوخت دي.
Views: 11
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن