ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

متخصصه ډاکټره: میندې وروسته له زېږونه هم باید د ډاکټر تر جدي مراقبت لاندې وي

متخصصه ډاکټره: میندې وروسته له زېږونه هم باید د ډاکټر تر جدي مراقبت لاندې وي

author avatar
30 Jun 2024 - 17:40
متخصصه ډاکټره: میندې وروسته له زېږونه هم باید د ډاکټر تر جدي مراقبت لاندې وي
author avatar
30 Jun 2024 - 17:40

کابل (پژواک، ۱۰چنګاښ ۱۴۰۳): د نسایي ولادي برخې یوه متخصصه وایي، څرنګه چې یوه مور د مېندوارۍ پر مهال د ډاکټر تر مراقبت لاندې وي، وروسته له زېږونه هم اړینه ده چې تر مراقبت لاندې و اوسي؛ ځکه په دغه حالت کې یې نه مراقبت د مرګ لامل کېږي.

کابل ښار کې د نسایي ولادي یوې متخصصې یاسمین یزداني پژواک خبري اژانس ته وویل، په کومه اندازه چې د مېندوارۍ پر مهال مراقبت مهم دی، په هماغه اندازه له زېږون وروسته هم مهم دی.

هغې زیاته کړه: «لومړني کارونه چې د مېندوارۍ پر مهال کېږي، دا دي چې مور باید یوه روغتیایي مرکز ته ولاړه شي، د ډاکټر تر څارنې لاندې واوسي، هلته دې د وینې ګروپ معلوم کړي، دغه‌راز د اېچ‌بي اندازه دې هم معلومه کړي.»

نوموړې زیاته کړه، ښځې د زېږون پر مهال یو څه وینه ضایع کوي، ډېره اړینه ده چې د له خپل معالج ډاکټر سره په مشوره د کم‌خونۍ له درملو او مقوي خوړو استفاده وکړي چې د بدن ویټامینونه او وینه یې پوره شي.

د دې متخصصې په خبره، یوه مور باید له زېږون وروسته هم باید لږ تر لږه درې میاشتې تر جدي مراقبت لاندې وي؛ په دې موده کې دې له ویټامیونونو، فولیک اسید او کلسیم څخه استفاده کوي، ځان ته دې لمر ورکوي څو وکولای شي ويټامی ډي واخلي.

هغې دغه‌راز وویل: «له زېږون وروسته د مهم مراقبت وخت، هماغه له زېږون وروسته ۲۴ ساعتونه دي، ډېره اړینه ده چې یوه مور ۶ ساعته یا تر هغه ډېر په روغتون کې پاتې شي څو هم دا او هم یې ماشوم د ډاکټر تر نظر لاندې وي څو خونریزي رامنځته نه شي.»

هغې وویل: «که د یوې مور د بدن د حرارت درجه لوړه وي، د خطر نښه ده، دغه‌راز وینو چې مور ښه ده او که نه سر یې په درد ده او که نه دا ټولې د خطر نښې دي.»

نوموړې وویل چې ماشوم هم په لومړیو شپږو ساعتونو کې تر نظر لاندې نیسو چې نورمال دی، کومه روغتیایي ستونزه خو نه لري، د مور شیدې رودلی شي، په سم ډول تنفس اخیستی شي او له هغه وروسته دواړه رخصتیږي.

خو هغه وایي، د هغو میندو چې اولادونه یې د جراحي عملیات له لارې دنیا ته راځي، باید ۲۴ ساعته د ډاکټر تر څارنې لاندې وي، څو مطمین شي چې ناروغ روغتیایي ستونزه نه لري.

د ډاکټر یزداني په خبره، کومه څېړنه چې د یونیسف له خوا ترسره شوې، هر کال ډېرې میندې د مېندوارۍ پر مهال او له هغه وروسته د نه مراقبت له امله مري.

دې له میندو غوښتنه وکړه چې د مېندوارۍ او له هغه وروسته مهال دې مراقبتونه جدي ونیسي او باید د ډاکټر تر مراقبت لاندې وي او د هغوی توصیې دې عملي کړي.

Views: 145

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.