Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کابلوف وايي، مسکو اته کاله مخکې پوهېده چې ا.ا بیا واک ته رسېږي

کابل (پژواک، ۱۰ چنګاښ ۱۴۰۳): د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ویلي چې مسکو له «طالبانو» سره له بیاځلي واکمنېدو مخکې ښې اړیکې درلودې او دوی اته کاله مخکې پوهېدل چې بیا به د افغانستان واګې په لاس کې اخلي.

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف یادې څرګندونې له یوې هندي رسنۍ سره په خبرو کې کړې دي.

هغه ویلي: «پرېږدئ ووایم، شاوخوا اته کاله مخکې له دې چې کابل ونیسي، پوهېدم چې ټول افغانستان به ونیسي.»

د کابلوف په باور، د سرپرست حکومت چارواکو تر اوسه د نشه‌یي توکو د تولید مخنیوي برخه کې ډېر ګامونه پورته کړي دي.

هغه څرګنده کړې چې مسکو د افغانستان سرپرست حکومت له چارواکو تمه لري چې د نړۍوالې ترهګرۍ د کنټرول لپاره لا ډېره هڅه وکړي.

مخکې له دې، د روسیې بهرنیو چارو وزارت د دوحې ناسته کې د سرپرست حکومت د استازو د ګډون هرکلی کړی او ویلي یې وو چې دغه هېواد د افغانانو د مشروع ګټو په نظر کې نيولو سره د افغانستان د ستونزو هواري لپاره رغنده خبرو ته چمتو دى.

دا په داسې حال کې ده چې تازه د ذبیح‌الله مجاهد په رهبرۍ د اسلامي امارت پلاوي نن د دوحې په ناسته کې د افغانستان لپاره د روسیې له ځانګړي استازي ضمیر کابلوف سره لیدلي دي.

ذبیح‌الله مجاهد ویلي چې په دې لیدنه کې «روسیې د افغانستان له موقفه» ملاتړ وکړ.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.