دلاور: ا.ا په ټول هېواد کې بیارغونې ته لومړیتوب ورکړی
د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس وايي چې ا.ا په ټول هېواد کې د بیارغونې پروژو ته لومړیتوب ورکړی او د همدې موخې پر بنسټ د یادې ټولنې لپاره په لوګر کې د شاوخوا ۲۰ میلیون افغانیو په لګښت د یوې نوې ودانۍ د جوړېدو کار پيل شو.

















