پلعلم (پژواک، ۱۷ غويی ۱۴۰۴): د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس وايي چې ا.ا په ټول هېواد کې د بیارغونې پروژو ته لومړیتوب ورکړی او د همدې موخې پر بنسټ د یادې ټولنې لپاره په لوګر کې د شاوخوا ۲۰ میلیون افغانیو په لګښت د یوې نوې ودانۍ د جوړېدو کار پيل شو.
مسوولین وایي، د لوګر ولایت د افغاني سرې میاشتې ریاست لپاره نوې اداري ودانۍ به د افغاني سرې میاشتې عمومي ریاست له لوري، په دوه جریبه ځمکه کې په اساسي او معیاري ډول په راتلونکو شپږو میاشتو کې جوړه شي.
د افغاني سرې میاشتې ټولنې عمومي ریيس مولوي شهابالدین دلاور د یادې ادارې د نوې ودانۍ د بنسټ ډبرې اېښودو په مراسمو کې وویل چې اسلامي په ټول هېواد کې بیارغونې ته لومړیتوب ورکړی او هڅه کوي چې لوګر ولایت کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې اداري ودانۍ په عصري بڼه جوړه او ګټې اخېستنې ته وسپارل شي.
ده زیاته کړه، افغاني سره میاشت ټولنه په ټول هېواد کې اساسې خدمات وړاندې کوي او هڅه کوي چې خپلو خدماتو ته لا پراختیا ورکړي.
همداراز، د لوګر والي مولوي ضیاءالرحمن مدني وویل چې اسلامي امارت د هېواد په بېلابېلو برخو، په ځانګړي ډول په دغه ولایت کې، د خپلې داخلي بودجې له لارې مهمې پراختیايي پروژې پیل کړې دي.
هغه زیاته کړه، ولس ته په کار ده چې په هر اړخیزه توګه د ا.ا د روانو رغنیزو پروژو د عملي کېدو او څارنې برخه کې له حکومت سره په ګډه همکاري وکړي.
په ورته وخت کې د لوګر ولایت د افغاني سرې میاشتې ټولنې ریيس مولوي میرهاشم حزبالله وویل، د افغاني سرې میاشتې ټولنې ریاست اوسنۍ ودانۍ معیاري نده او د نوې ودانۍ له جوړېدو سره به د یادې ادارې د کارکوونکو شته ستونزې بشپړې هوارې شي او ولس ته به اساسې خدمات وړاندې کړي.
نوموړي دغه راز زیاته کړه، د افغاني سرې میاشتې ټولنې په مالي لګښت د مرکز پلعلم ښار اړوند په کلنګار سیمه کې یوه روغتیايي مرکز ته د درې میلیونه افغانیو په لګښت یوه ودانۍ هم جوړه شوې چې هغه هم نن پرانیستل شوه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP