<p style="text-align: justify;">کابل (پژواک، ۶ وږی ۱۴۰۳): د ملي دفاع وزارت وايي چې محمدشفیق په تهران کې د افغانستان د «نظامي اتشې» په توګه رسماً معرفي شو او کار یې پيل کړ.</p>
<p style="text-align: justify;">د ملي دفاع وزارت پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، محمدشفیق د ملي دفاع وزارت د مشرتابه د لزومدید له مخې په تهران کې د افغانستان د «نظامي اتشې» په توګه رسماً معرفي شوی دی.</p>
<p style="text-align: justify;">سرچینې زیاته کړې، دفاع وزارت په ایران کې د نظامي اتشې ټاکل د دوه اړخیزو اړیکو پیاوړي کېدو برخه کې اړین ګام بولي.</p>