کابل (پژواک، ۱۰ چنګاښ ۱۴۰۳): د اسلامي امارت ویاند د دوحې درېیمې ناستې له پیلېدو مخکې د افغانستان لپاره د روسیې او ازبکستان د ولسمشرانو له ځانګړو استازو سره لیدلي او ټاکل شوې د هند، سعودي عربستان، قزاقستان، بریتانیا، ناروي، اندونیزیا، ندرلېنډ او م.م له استازو سره هم وګوري.
د افغانستان په اړه د دوحې درېیمه ناسته نن ماښام پیلېږي.
له افغانستانه د اسلامي امارت د ویاند ذبیحالله مجاهد په مشرۍ پلاوی په دغه غونډه کې د ګډون لپاره دوحې ته تللی دی.
مجاهد پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې نن یې دوحه کې د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف سره مهمه ناسته کړې او په دغه ناسته کې د دواړو هېوادونو د اړېکو پر پیاوړتیا خبرې شوي دي.
هغه لیکلي چې روسیې د افغانستان اسلامي امارت له دریځه ملاتړ وکړ او اسلامي امارت هم د روسیې د مثبت دریځ له امله مننه وکړه.
مجاهد دغه راز لیکلي چې د ازبکستان د ولسمشر له ځانګړي استازي عصمتالله ارګاشف سره یې هم ليدلي او په لیدنه کې یط د دواړو هېوادونو پر اړوندو موضوعاتو د نظر تبادله شوې ده.
د هغه په وینا، ازبکستان او افغانستان ګڼې تجارتي او اقتصادي پروژې لري او ازبکستان د دوحې په ناسته کې د اسلامي امارت له دریځه ملاتړ څرګند کړ.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت درېیم سیاسي ریاست مشر ذاکر جلالي بیا لیکلي، ټاکل شوې افغان پلاوی د دوحې درېیمی غونډې له پیل مخکې د هند، سعودي عربستان، قزاقستان، بریتانیا، ناروي، اندونیزیا، ندرلند او د ملګرو ملتونو له استازو سره هم ناستې ولري.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفان دوجاریک ویلي، د دوحې درېیمې غونډې ته د ۳۰ هېوادونو او نړۍوالو بنسټونو استازو ته د ګډون بلنه ورکړل شوې او د دې غونډې مشري د م.م د سرمنشي مرستیاله رزماري اینډيکارلو کوي.
د هغه په وینا، د سرمنشي مرستیاله به د هېوادونو د ځانګړو استازو، د بشري حقونو سازمانونو او د ښځو حقونو مدافعینو په ګډون د افغانستان د مدني ټولنې له استازو سره هم وګوري.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ویلي سبا له غرمې وروسته دغه غونډه پای ته رسېږي او له هغه وروسته که ځیني استازي له چا سره ناستې کوي، له یادې غونډې سره تړاو نه لري.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP